څلور شپېته سلنه رواني ناروغان کم نه دي؟

0 453

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت چارواکي وايي، دا مهال د هېواد د نفوس له شپېته نيولې تر څلور شپېته پورې داسې دي چې له رواني ناروغيو ځورېږي او ځينې يې شديد خپګان لري.
په هېواد کې بې‎وزلي، بې‎کاري او د جګړو دوام د رواني ستونزو او ژور خپګان لوی لاملونه بلل کېږي.

د عامې روغتيا وزارت د مسوولانو څرګندونې په خپل ځای، خو رښتيا خبره دا ده چې په دې هېواد کې په رواني ناروغيو د اخته کسانو شمېر تر هغه زيات دی چې د عامې روغتيا وزارت ورباندې خبر دی.
ښايي وزارت يوازې هغه کسان پېژندلي وي چې روغتونو ته تللي او هلته يې درملنه کړې، خو د هغوی شمېر څوک لري چې روغتون ته لاس‌رسی نه لري؟
رښتيا دا ده چې موږ که په دې وطن کې په سلو کې لس تنه سالم درلودای هم دا به مو لويه خوش قمستي وای.

په لېرې پرتو سيمو کې د رواني ناروغانو شمېر ورځ تر بلې زياتېږي او له بده مرغه د درملنې له‌پاره يې وړ روغتونونه هم نه لرو.
په هغو سيمو کې چې طالبان ورباندې مسلط دي او وخت ناوخته يې د جګړو راپورونه ورکول کېږي، د کورونو لويه برخه مېرمنې په شديدو رواني ناروغيو اخته دي.

هغه مېندې چې په جګړه کې يې اولادونه وژل شوي، جسدونه يې ورته راوړل کېږي، د جګړې پر مهال يې پر کورونو او اولادونو مرمۍ لګېدلې، بهرنيانو يې پر کورونو بمبار کړی او يا يې پر کورونو د شپې چاپې وهل شوې دي، له يوې مخې لېونۍ دي.

بده لا دا چې دغسې مېرمنې چې تر خونړيو پېښو وروسته رواني ستونزې پيدا کوي، په ټولنه کې داسې بلل کېږي چې په اولادونو پسې يې زړه اچولی او بيا يې د دې پر ځای چې درملنه وشي، همداسې پسې پرېښودل کېږي.
دا يوازې د جګړې او ناامنيو له امله په ښځو کې د رواني ناروغيو د راتلو يادونه وه، هغوی چې د ټولنې د نورو منفي رواجونو له امله يې اعصاب خرابېږي، تر دې هم زياتې دي.

په کليوالي سيمو کې ډېری نجونې په کم عمر ورکول کېږي، په بدو کې تبادله کېږي، تښتول کېږي، په بدل/موخۍ ورکول کېږي او بيا يې ژوند داسې حالت ته رسول کېږي چې د څارويو ژوند هم ترې ښه وي، په مياشتو او کلونو په کور کې د ستر په نامه بندۍ ساتل کېږي، کټ مټ لکه په زندان کې چې وي، فقر، کورنۍ ستونزې، وهل او ټکول او نور لس و شل منفي رواجونه هغه نورې بلاوې دي چې د افغانستان د نيم نفوس ژوند يې په زهرو لړلی دی.

غم دا دی چې په ټولنه کې زيات وخت ښځه په رواني تکليف اخته کېږي، د دې پر ځای چې ډاکټر ته وروستل شي، يا تعويزونه ور په غاړه کوي، يا پرې د قبرونو خاورې او مالګې څټي يا يې جادو او کوډې بولي او په دې توګه د ښځې بشپړ عمر برباد شي.

نارينه بيا د بې‌کاريو، تر ځان درنو کارونو او ځينو محروميتونو له امله په رواني تکليف اخته کېږي، خو شمېر يې هومره نه دی چې څومره چې د ښځو دی، اما د ښځو رواني تکليفونه د روغتيا وزارت تر ړنده سترګه لاندې دي.
حکومت که ترهګر نه‌شي ختمولای، که جګړه نه‌شي ګټلای، نه نور د کومې وايې دی، په هغو سيمو کې چې امن دی، هلته خو دې ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړي.

موږ باور يو چې که مو ځوانانو ته د کار زمينه برابره شي، نه يوازې به مو د نفوس يوه لويه برخه له رواني فشاره ژغورلې وي، بلکې د ترهګري پر ملا به مو هم يو خوندور ګوزار کړی وي.

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply