د بهرنيو چارو وزرات، که د عنکبوت ځاله؟

0 604

په کليو کې به يوې يوې حوېلۍ، سرای، يا تپې ته ګفت شوی و، د انسان به زاره پکې چاودېده. ځينو کورنيو چې به د خدای کوم دوست ځورولی و، هغه به ورته ګفت کړی و، اولادونه به يې نه پايېدل، د چا به ګونګيان زېږېدل، د چا ړانده او د ځينو بيا لېوني.
دغسې کورنيو به تر پېړيو پېړيو د خپلو مشرانو د يوې تېروتنې سزا ګاللـه او ورځ به يې نه سمېده.

د افغانستان بهرنيو چارو وزارت د هماغسې کورنيو په څېر دی، لکه چې کلونه مخکې يې کوم مشر ستره ناروا کړې وي، يا يې څوک ازار کړي وي، يا يې د چا حق خوړلی وي، يوه يې اوس نه دوې کېږي، سر په سر ډغرې وهي چې څومره هڅه کوي، هغومره نور غرقېږي.

د بهرنيو چارو وزارت د فساد په اړه خو به مو پرون په سرخط کې لوستي وي چې حتا د مېز د شا يو بيرغ ورته په دوه سوه زره افغانۍ اخيستل کېږي. ټولې قونسلي چارې يې يوه شرکت ته په ټېکه ورکول شوې دي، په داخل کې يې لګه درګه ده، وزير د معين په نس کې ګونډې وهلې، معين له شرکت سره تر ږيره نيولي، شرکت لکه د خدای قهر پر مامورينو نازل دی. په دوه کې نښتی، چې يو ګام پر مخ اخلي، لکه د کردانو اتڼ دوه شا ته ږدي.

دا يوه نيمه لسيزه کېږي وزارت کم، د يوه سياسي ګوند دفتر زيات ښکاري. جمعيت او د شمال ټلوالې پخواني توپکيان بايد شکر وباسي چې خلک يې د بهرنيو چارو وزارت دفتر بولي، که نه په اصل کې وزارت د جمعيت سمڅه ده او که يې لږ لحاظ وکړو؛ نو سرای شهزاده به يې وبولو. راکړه ورکړه روانه ده، ټېلې ټمبې پيل دي، تور بازار دی چې چا څه وکړل هغه يې وکړل، د پوښتنې څوک نه‌شته چې څوک راونيسي.

که د کليوالو او ګفت خبره رښتيا وي؛ نو خامخا به بهرنيو چارو وزارت ته شوی وي. روغ سړی يې وزير شي، ګونګی شي، لاسونه او شونډې ښوروي، خبره نه‌شي کولای.

سپنتا دې خدای لري، ډېره موده د دغه وزارت د سر پر څوکۍ ناست و، هيڅوک يې په خبره پوه نه‌شول، ايران ته به د خبرو له‌پاره ولاړ، له هغې خوا به يې کڅوړې راوړې، تاجکستان ته به ولاړ، په انګلېسي به يې خبرې کولې، نه به دی سم پوهېده چې څه وايي، نه تاجکان پوهېدل چې د مېلمه هدف څه دی.
سپنتا لا ښه شو، که يې سر سپين شو، د کرزي د هر ډول شاهدي وياړ خو يې په برخه شو.

ضرار احمد مقبل بېچاره هم ښه ډېره موده په دغه وزارت کې اشارې وکړې. د ملګرو ملتونو په غونډه کې وينا به يې ستاسې په ياد وي چې اخير يې له ژباړن سره غږ پورته شو، ژباړن ويل خبره بشپړه کړه، ده ويل، تر دغه ځایه يې ترجمه کړه، پروا نه لري، مانا دې نه لري.
اوس خدای صلاح الدين د بهرنيو چارو وزير کړی دی.
کله په ټانګ کې سپور وي په ولسواليو ګرځي، خدای خبر خوارکی به څه وايي، خو نظاميان يې په خبره نه پوهېږي، کله د جمعيت په ګوند کې ناست وي په خپل وزارت پسې خبرې کوي، کله چې بيا لږ لويې غونډې ته وربرابر شي، په حکومت پسې يې خوله خلاصه کړې وي.

پرون يې د پلار فقير په تلين کې ويلي چې حکومت دې له انحصاره وايستل شي.
پوښتنې دا دي چې څنګه انحصار، چا منحصر کړی، څوک يې وباسي، چېرته يې وباسي؟

که انحصار دا وي چې يوازې د ځان منه، نور د هيچا خبرو ته غوږ مه نيسه؛ نو په بهرنيو چارو وزارت کې دا اوس انحصار نه دی روان څه شی روان دی؟
که انحصار دا وي چې څوکۍ واخله او ټولې خپلې د پرې، مجلس، شېرين بحث او بانډ يارانو ته يې ور ووېشه؛ نو په بهرنيو چارو وزارت کې که دا کلونه کېږي انحصار نه دی روان څه شی روان دی، صلاح الدين دې پخپله ووايي. خدای ته دې مخ کړي، موږ ته دې شا را واړوي.

موږ د حکومت ننګه نه کوو، دا نه وايو چې حکومت دې له انحصاره نه وځي، که منحصر وي، خامخا دې ووځي، خو پيل دې د صلاح الدين له وزارته وشي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply