پاکستان اوس طالبان په نوي تاکتيک جنګوي

0 710

پاکستان اوس طالبان په نوي تاکتيک جنګوي
د سولې تشې خبرې، د ۳۰۹۹ کسانو په وينو ارزي؟

هغه بله ورځ طالب ترهګرو د کندهار پر معروف ولسوالي خونړي بريدونه کړي وو، تر هغه مخکې يې د همدې ولايت يوه بله ولسوالي همداسې ځپلې وه.
تر هغه وروسته يې د کابل په خوشحال خان مېنه کې د پنځمې حوزې پر ودانۍ د خونړي بريد پلان جوړ کړی و، خو بخت ورسره ياري و نه کړه.
وړمه شپه يې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې قيامت راوستی و او په دا سهار يې په پکتيا کې سلګونه مېندې وچغولې.

په اندړو ولسوالي کې طالب اورپکو دوه هاموي ټانکونه او يوه سراچه له بمونو ډکه کړې وه، ځانمرګي په‌کې سپاره وو او له شا يې د موټرسايکل سپرو وسله‌والو داړه روانه وه.

لومړی پر دوو پوستو بريدونه پيل شول، پوستې يو په بل پسې سقوط شوې او بيا وروسته دوه په بمونو بار ټانکونه او يوه سراچه د ولسوالۍ او امنيه قوماندانۍ پر خوا روان شول، ټانک خراب شو، يو ټانک او يوه سراچه تر ولسوالۍ ورسېدل، قره‌ولونه يې يو په بل پسې چپه کړل، پر ټانک د کلاشنکوف او پيکا مرميو اثر نه کاوه او د ټانک له بامه پر سرتېريو د هشتاد دو وارونه کېدل، بالاخره ټانک ولسوالۍ ته ننوت او هلته لومړی ټانک، بيا سراچه والوځول شول.

په دغه بريد کې ۳۰ تنه شهيدان او ۶۰ ټپيان شول. په سهار يې په پکتيا کې قيامت راټيټ کړ، تر اوسه ۴۰ تنه شهيدان او يو نيم سل نور ټپي شوي دي.
وروستيو بريدونو ته په کتو سره ثابتېږي چې په جي‌ايچ‌کيو کې ناستې بلا مخ واړاوه او دا ځل په نوي تاکتيک طالب د دې وطن پر ضد جنګوي.
د طالبانو وروستي بريدونه تر پخوا ډېر خونړي دي او يوازې پر ولسواليو، امنيه قوماندانيو او حوزو کېږي.

پاکستان ته د افغانستان هر سړی د مرګ سزاوار ښکاري، خو هغوی ورته تر نورو وړاندې د وژلو دي چې له نړېدو سره يې د دې نظام پښې رېږدي.
په تېر کې طالبانو ډېرې هڅې وکړې چې سيمې سقوط کړي، خو افغان سرتېريو په خورا لوړ مورال د دوی پر ضد جګړه وکړه، و يې وژل، ژوبل يې کړل او بېرته يې له افغانستانه وشړل، خو دا ځل ښکاري چې پلان تغيير کړی او پاکستان دا وار د سرتېريو د مورال ځپلو ته کار ويلی دي.

د دغسې بريدونو پر مهال لومړی طالبان پر هغو لارو کمينونه نيسي چې بايد د بريد پر مهال تر بريد لاندې راغليو سرتېريو ته ورباندې مرسته، اکمالات او نور سرتېري ورسول شي.

د غزني پر اندړو چې يې بريد کاوه، له مرکزه تر ولسوالۍ پورې څلور کيلو مټره واټن و، خو طالبانو ورباندې نهه ځايه کمينونه نيولي وو.
همدا لامل و چې بريد د شپې په يوه بجه شوی و، خو مرستې ته د ورځې تر يوولسو بجو هم سيمې ته څوک و نه رسېدای شوای.
دغسې هر بريد نه يوازې د سرتېريو، بلکې د درستو هېوادوالو مورال ځپي او جګړه په بايللي مورال نه ګټل کېږي.
هلته يې د حکومت پام د سولې خبرو ته اړولی دی، دلته يې د سرتېريو قتل عام ته کار ويلی دی.

دا وخت د حکومت په لاس کې د ژمي خوندور چانس دی چې وکولای شي طالبان ښه وځپي، خو که د سولې تشو خبرو ته پياز په ګنډه وهل کېږي، د تېرو کلونو تېروتنې په لوی لاس تکرارېږي.
دا څنګه سوله ده چې هلته دې د پاکستان بړېڅي برېت تاووي چې سوله راولو او دلته دې د پاکستان اجيران پر ولس قيامتونه راولي.
رښتيا خبره دا ده چې نه سوله په زاريو او نانواتو راځي، نه په جرګو او مرکو کې د خوارې خولې خبرې ته څوک غوږ نيسي.
هغه وخت ولاړ چې ويل به يې کږه غاړه چاړه نه خوري، اوس که دې غاړه کږه کړه، په څټ کې دې سر وهي.

د حکومت تر ټولو لويه تېروتنه دا ده چې پر دوښمن يې زړه سوځي، خو بايد دا چارواکي وپوهول شي چې پر دوښمن دې زړه نه سوځي، پر خپل ځان دې رحم وکړي.
د طالب او بل هر ترهګر په جګړو کې هيڅ اصل نه دی مراعات شوی؛ نو ولې له دې لوري جګړه د اصولو او نورمونو مطابق وشي.
موږ باور لرو چې طالب لکه پاکستانی، له هماغه څه ډارېږي چې دی يې کوي. د طالب ځکه د داعش له ډاره ځنګنونه لانده دي چې داعش ورسره هماغسې چلند کوي، لکه طالب چې يې له نورو انسانانو سره کوي.

حکومت که ښکاره اعلان نه‌شي کولای، سرتېريو ته دې تر غوږ ورتېره کړي چې نور نو د افغانستان زندانونه د طالبانو مېلمستونونه نه دي.
د بشر د حقوقو جارچيان به خپل کار کوي، پر هغوی نه ده راغلې، زموږ درد هغوی نه‌شي درک کولای، حکومت دې نور د زړه نه، د تريخي ومني.
هر ځای چې طالب په لاس ورغی، پر هماغه ځای دې فيصله شي، همالته دې يې تر سينه يو شاجور مرمۍ و ايستل شي، چېرته چې بم ورسره ونيول شو، په هماغه بم دې کښېنول شي، چېرته چې له هشتاد و دو توپ سره ګير شو، هماغه توپ ته دې وتړل شي.

نور وخت راغلی دی چې ناره وکړو؛
موږ سوله نه غواړو، موږ ته جنګ را په غاړه دی، موږ جنګ کوو او په جنګ کې نه حلواوې وېشو، نه پر دوښمن زړه سوځو.
دا وروستی چانس دی، که خدای مه کړه له لاسه ووځي، دا ځل به مو چانس نه، ژوند بايللی وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply