بې‌تعریفه سوله؛ د جګړې او افغان‌وژنې شدت / جمیل وقار

0 678

له پاکستانه د سولې غوښتلو په برخه کې حداقل په تېرو لسو کلونو کې ثابته شوې چې پر يوه وخت هم د سولې په مېز چنې وهي او هم د جنګ په ډګر کې د جنګېدونکو ملېشو په کتار نورې ملېشې او وسلې ور زیاتوي او د جنګ شدت ته یو په دوه تياری نیسي.

له میاشتو ځنډ وروسته د افغانستان د سولې په اړه د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین څلور اړخیزې ناستې لړۍ پیل شوه او دا ځل یې عمان کوربه و. په غونډه کې د افغانستان د سولې او ثبات پر اړتیا خبرې وشوې او له وسله‌والو طالبانو وغوښتل شول چې خپلې موخې د جنګ پر ځای د سولې له لارې په حکومتداري کې تر مشارکت وروسته تعقیب کړي. دا هغه غوښتنې او وړاندیزونه دي چې د سولې په اړه په هرو دوه اړخیزو، څلور اړخیزو او څو اړخیزو غونډو کې مطرح شوې او بیا بیا تکرار یې سوله ریشخند او کلېشه‌يي کړې ده.

له ماهیتي پلوه وروستۍ څلور اړخیزه ناسته د اهمیت وړ نه ده او د ګډون کوونکيو هېوادونو د استازيو له موقفونو او د پاکستان، کابل او یا بل هېواد پر ځای د عمان په مسقط کې له تر سره کېدو پرته کوم تغییر هم نه پکې لیدل کېږي. تمه وه چې د سیمې په اړه د امریکا د سټراټېژي تر اعلان وروسته که پاکستان د سولې په اړه کومه هڅه کوي، یا د ټروريسټي ډلو د نه ملاتړ ثبوت وړاندې کوي او یا هم په رښتیا سمې لارې ته راځي، ورسره به د سولې په نوم د اعتبار وړ خبرې پیل او تر یوې کچې به طالبان مثبت ځواب ورکړي، خو له نوې سټراټېژي سره سره هغه غر هغه یې کربوړی.

طالبان له دې سره سره چې د سولې په دې ناسته کې له ګډونه پر شا شول، ورسره یې په هېواد کې خپلو حملو ته هم شدت ورکړ او په بېلابېلو ولایتونو کې يې پراخې حملې کړې. د سیمې لهپاره امریکايي سټراټېژي سمه ده چې د پاکستان غوغا یې پورته کړه، خو د جنګ په ډګر کې يې هغسې چې تمه کېده د پام وړ عملي نتېجه لا ورکړې نه ده.

په قبایلي سیمو کې د پاکستاني پوځیانو له لوري د امریکايي – کاناډايي جوړې له خلاصون او په عمان کې د افغان سولې په اړه څلور اړخیزې ناستې په دایرولو سره پاکستان په سمبولیکه توګه امریکا او نړۍ ته وښووه چې د ټروریزم په اړه یې په خپل سیاست کې تغییر راوستلی، خو کله چې هم دغه هېواد؟ له فشارونو سره مخ شوی، د ځان د خلاصون لهپاره یې ظاهراً ډراماټيکه صحنه تمثیل کړې او خپله ونډه امتیاز یې هم اخیستی.

پاکستان ممکن بیا ادعا وکړي چې وروستۍ ناامني د سولې پر وړاندې د هغو خنډونو د ایجاد لړۍ ده چې کلونه یې پاکستان د لېرې کولو هڅه کوي، خو حقیقت دا دی چې پاکستان د سولې د کنفرانسونو په نامه د افغان حکومت توجه د جګړې له ډګره را ګرځوي او د فشارونو بوج په دا ډول سيمبولیکو نمایشونو کموي.

اوس چې د جګړې کرښې بیا ګرمې شوې، په پکتیا کې په لسګونو سرتېريو ته مرګ ژوبله اوښتې، په اندړو کې د ولسوالۍ او امنیه قومندانۍ تر ودانیو لسګونه سرتېري لاندې شوي، د فراه د شیبکوه او د کندهار معروف ولسوالۍ لاس په لاس شوې، ښه به دا وي چې د سولې په نوم کېدونکيو خبرو ته نوی چوکاټ را منځ ته شي او افغان غاړه له سوله راوستونکيو ادرسونو سره د جلا تعریف له رویه مخې ته ولاړ شي.

امریکا هم باید هغه اشتباه بیا تکرار نه کړي چې پاکستان یې سترګو ته خاورې ور وشیندي او تږی یې تر اوبو تېر کړي. په دې برخه کې د افغانستان او هند هڅې چې د امريکايي ولسمشر ټرمپ په واکمنۍ کې په سیمه کې د امریکا په بلاک کې ځانګړی ځای پیدا کړی مرسته کولای شي او امریکا باید وپوهوي چې د پاکستان وروستي اقدامات له فشارونو د خلاصون په موخه دي او پرته له دې چې بیا حملې ته ځان چمتو کوي، بله مانا باید ترې وانه‌خیستل شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply