د حکومت دا ناغېړۍ به ولس پاڅون ته اړ کړي

0 538

د پکتيا تر بريد وړاندې داسې اوازې او راپورونه ول چې په دغه ولايت کې طالبان خونړيو بريدونو ته تابيا نيسي.
د کندهار په ميوند کې لسګونه سرتېري د څو طالب اورپکو په لاس شهيدان، ټپيان او ژوندي ژاڼي ورک شول.

د غزني د اندړو ولسوالي درې ورځې محاصره وه، يو وار ورباندې خونړي بريدونه وشول، بيا طالبانو محاصره کړه، درې ورځې دغو بريدونو او محاصرې دوام درلود. درې ورځې د ولسوالي پوليسو او ولسوال چيغې وهلې چې مرسته دې ورته ورسول شي، که‌نه ژوندي طالبانو ته په لاس ورځي.

حکومت ويده و، له سهاره تر ماښامه به اړيکې نيول کېدې، زنګونه به وهل کېدل، چيغې پورته کېدې، خو چې د هر چارواکي پوښتنه به دې وکړه، په کومه غونډه کې به ناست و او عمل ته خو څه، خبرو ته به يې لا وخت نه درلود.
بالاخره د ولسوالي ټولې پوستې يو په بل پسې سقوط شوې، طالبان د ولسوالي د ودانۍ تر دېوالو پورې ورسېدل، محاصره تنګه شوه او د ور څېرمه جوماتونو له لاوډ سپيکرونو به يې په ولسوالي کې پر محاصره سرتېرو او ولسوال چيغې وهلې چې تسليم دې شي.

تر دې وخته پورې هم حکومت ټوکې بللې، د ولسوالي په خونو کې شهيدان پراته ول، تر ټپيانو وينې بهېدې، اخېر ولسوال هم ولګېده، ژوبل شو، چې ولسوال وژړل او نور نو په رسنيو او ټولنيزو شبکو کې د خلکو چيغې په ژړا واوښتې، څو تنه مرستندويه سرتېري سيمې ته ولاړل او طالبان يې وشړل.

د اندړو د ژونديو پاتې سرتېرو خدای ناره واورېده، د غزني د څو تنو ځوانانو دې کور ودان وي چې ويده چارواکي يې ويښ کړل، دا تر معجزې کمه نه ده چې حتا په اخيرې شېبو کې حکومت ويښ شو، که بله سيمه وای، پرون به يې ټول ساتونکي شهيدان ول او نن به يې تر سقوط وروسته، دوباره نيولو ته لښکرکشي کېده.
ولې حکومت په لوی لاس د سرتېرو مورال ټيټوي، ولې په لوی لاس سربازان شهيدانوي، ولې په لوی لاس پر حکومت د خلکو باور ختموي، ولې ترهګرو ته چانس ورکوي چې خلک ووژني، دولتي تاسيسات ونړي او د خپلو جګړه‌مارو مورال لوړ کړي.

دغه مرستندويه ځواک خو د بريدونو او جګړو په اولو لحظو کې هم سيمې ته رسېدای شوای، بيا ولې تر وروستيو شېبو پورې وساتل شي؟
د اندړو په يو کيلو مټري کې قرارګاوې دي، ولې اجازه و نه لري چې د جګړې ميدان ته ور کښته شي، ولې بايد سرباز د سر پر دښمن د ټک اجازه له کابله واخلي؟
کابل مېشتي مقامات ښه پوهېږي چې په دريو ورځو کې د چا ټلېفون نه ځوابوي، يا د مسووليت احساس نه کوي، يا په يوه بل افت اخته وي، ولې يې پر ځای په ولايت کې شته رهبري ته د پرېکړې واک نه ورکوي.

سرتېري مو په ټپي ځان له دوو مرميو سره د سلګونو ترهګرو مقابلې ته پراته وي. په ورځو ورځو وږي پاتې وي، د څښلو اوبه نه لري، مرمۍ ور ختمې وي، مرګ يې څو مټري ته ورته را رسېدلی وي، د هوايي ځواک د مرستې چيغې وهي، خو له مرکزه د هوايي ځواک غوښتنه له زاڼو د کټوري غوښتل دي.
د هوايي ځواک په الوتکو کې مو وزيران د مړو تلينو ته لاړ شي، يا په‌کې د پارلمان او مشرانو جرګې مشران چکرې وهي، ټانک د پارلمان د مشر شپانه ته ورکول شوی وي، هغه په‌کې مېږې پيايي، سرتېري مو هلته د جګړې په تاوده ډګر کې له مرګ سره پنجې نرموي.

نور نو د حکومت دغسې ناغېړيو ته د ولس حوصله بېخي ختمه شوې ده. ولس له يوې خوا د طالب تر چاړه لاندې دی، له دې خوا دا مړزګن حکومت د سيمو د ساتلو نه دی.

يا دې بېخي سيمې خوشې کړي چې طالبان يې ونيسي، خلک پوه شه، طالب پوه شه، په زور او جبر به يوه غاړه سره يوسي، يا که سيمې نيسي، داسې دې يې ونيسي چې بيا يې د طالب پلار لا نه شي ورڅخه نيولای.

که حکومت خپلو ناړاميو ته همداسې دوام پسې ورکوي، لېرې نه ده چې دېوال ته درول شوی ولس به هم د طالب او هم د حکومت پر ضد پاڅون ته زړه ښه کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply