پر خره سپرېدل يو شرم، کوزېدل بل شرم

0 626

هغو دوستانو چې د امنيتي تړون د لاسليک پر ټينګار يې اسمان دوه نېزې را ټيټ کړی و، اوس ډېری د تړون الغا او بياکتنې ته اړم شوي دي. په دوی کې د ولسي او مشرانو جرګو يو شمېر استازي هم دي چې د تړون لاسليک د ټولو ستونزو هواری ورته ښکارېده، خو اوس د هرې کمزوري او فساد لکۍ د امنيتي تړون په ښکر پورې غوټه کوي.

له بده‌بخته دا زموږ ټولنيزه کمزوري، بلکې اعتياد ګرځېدلی چې ټولې ستونزې او ناخوالې له بهرنيو وګڼو او هواری هم له بهرنيو د خيرات په کاسو کې وغواړو.
حکومتي چارواکي او سياستوال په غوړو پستو ژمنو او ويناوو فکر کوي هېوادوال به دوکه کړای شي، له همدې ځايه امنيتي تړون هم د جګړې په پای ته رسولو او د وسله‌والو په ځپلو کې لکه په اقتصادي اړخ کې د کاسا زر، ټاپي، له ګاونډيو سره د رېل د کرښو او هوايي دهلېزونو په څېر ننداريزه تبليغاتي څپه او کاذبه اشتها ګرځېدلې وه.

هيڅ يوې رسنۍ د امنيتي تړون پراخې شننې او ارزونې ته نوک و نه‌شوای نيولای، د تړون پر عملي اړخ يې ملي بحثونو ته لاره ور نه کړای شوه، ان چې عام ولس ته يې د تړون د توضيح او تشريح په پار هم د عامه پوهاوي کوم ګام پورته نه کړ.
داسې دوستان يې هم لاسليک ته هوسېدل چې تړون يې بشپړ نه و لوستلی او داسې ملګري يې هم پر مخالفت را پورته شوي وو چې که دې ترې پوښتلي وای چې تړون يې لوستی؛ نو د خپل څټ له ګرولو يې د تېښتې بله لاره نه‌شوای موندلای.
پر پخواني ولسمشر حامد کرزي به له سلو زرو نيوکو سره، دا ناانصافي وي چې د تړون په اړه د ده د دريځ له ثبات او اثباته سترګې پټې کړو.

ښاغلی کرزی د تړون مخالف نه و، خو ده له ځينو شرايطو سره د تړون لاسليک پېيلی و، په شرايطو بحث کېدای شوای، خو د افغانستان شرايط ښايي يوازې د امريکا او ناټو مالي مرستو ته نه وای ټيټ شوي.
له امريکا سره د حامد کرزي د ګوتو ماتولو نيت او لامل که هر څه وو، خو د تړون تر لاسليک وړاندې ځينې ضمانتونه ښايي د يوه حقيقت په توګه پام‌وړ ګرځېدلي وای.

لکه څنګه چې ځينو د تړون د لاسليک کمپاين د خپل ايمان برخه ګرځولې وه، دغسې له تړون سره ړوند او کوڼ مخالفت هم له منطقي تکيې بې‌برخې و، تر دې چې پر دغه ملي مساله د ځينو له خوا پر سياست سربېره، له وسله‌والو مخالفانو سره له اړيکې پر ټولو سرو کرښو پښه کېښودل شوه.
په دې توګه موافقت او مخالفت دواړو خپلو ګټو، موخو، و سياسي اجنډاوو ته په استخدامولو د شخصي او ګروپي ضد او انا بڼه خپله کړه.

هيچا په تړون کې د بحثونو په مټ د تعديل او ترميم خبره او وړانديز و نه کړ. مشورتي لويې جرګې هم دغه ظرفيت و نه‌شوای ښوولای چې د تعديل او ترميم پر سر له مقابل لوري سره بارګيننګ ته ور وګرځي او د بشپړ تاييد يا رد پر ځای د ځينو برخو په ادلون بدلون د افغانستان په ګټه او سولې ته د رسېدو په پار نوي ټکي ځای کړای شي.
مشورتي لويې جرګې د رد او تاييد تر څنګ ښايي بل اپش او غوراوی هم لرلی او د تور و سپين له ښکېلتيا يې ژغورلی وای.

دغسې تر دې له مخه ښايي افغان پلاوي د خپل صلاحيت په چوکاټ کې د افغانستان په ګټه د پراخې لابي په مټ په تړون کې د افغانستان شرايطو ته مخه لټولې وای.
د ولسمشري يو درجن نوماندان د ښاغلي سياف په ګډون د تړون د لاسليک له ژمنو سره د خپل بري مزي غوټه کړي وو، خو ښاغلي غني طالبانو ته د تړون نه لاسليکولو له ژمنې سره له ډېرې بې‌صبري او وارخطايي په لومړۍ ورځ لاسليک کړ.

د تړون د لاسليک په ملاتړ کې ځينې دوستان دومره ډوب شول چې د تړون د لاسليک کمپاين يې د هېوادپالنې سرټيفيکټ ګرځولی و او پر تړون تبصره او ګومان د ايمان زيان ورته ښکارېده، دوی په داسې حال کې چې ځان ته د طالب په پرتله د داعش د ننګې او برتري د ثابتولو حق خوندي ګرځولی و، نور يې د تړون پر شننه او ارزونه هم مردود را ايستل.

د دې يادونې موخه دا ده چې له مطلبه په راوتلو بايد خپلې اوږې د تور او سپين له ښکېلتيا او لالهاندي وژغورو، قضاوت خپل حق وبولو، خو د حکم مرجع ځانونه و نه ګرځوو.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply