د ۹۶کال تر ټولو ستر غاصب، اسد دانش / ذبيح الله احساس

0 597

ښايسته موده شوه چې د دانش خپروندويې ټولنې د مشر اسد دانش پر فېسبوک وال مې پرته له دې چې دانش فرهنګي مرکز وژغورئ، بل څه نه دي ليدلي.
مالومات همدا دي چې د لغمان فوايد عامې رياست د ياد مرکز د يوې خوا د بندېدو په هڅه کې ده، خو د دغه مرکز مسوول اسد دانش دغه هڅه د ياد مرکز پر وړاندې جوړه شوې دسيسه بولي.

زموږ ګيله دا ده چې له يو فرهنګي او سياسي شخص سره د مخامخ خبرو کولو له‌پاره زړه نه ښه کوي؛ نو له زورواکيو سره به يې څه حال وي.
له تېرو څو ورځو د دانش فرهنګي مرکز د ملاتړ په پار د هېواد له بېلا بېلو څنډو د ملاتړ کرښې تورې شوې. موږ ولې له بلخه د ملاتړ غږ پورته کړ؛ لامل ته يې لږ تم کېږو؛
اسد دانش د کتابونو سوداګر دی، هغه چې د ټولنې د پرمختګ لارې سيخوي. د ده سوداګري له هغه مهاله ده، کوم وخت چې د کتاب چاپول له اقتصادي اړخه يو پښتون ليکوال ته د اوسپنې نينو چيچل و. هغه چاره چې اوس خورا عادي او نږدې هر ليکوال ته تر ډېره اسانه شوې ده.

د پېښور د قصه خوانۍ د تنګې کوڅې له تنګۍ هټۍ را واخله د کابل تر مجلل او ښکلي کتابپلورنځي او د خپروندويې ټولنې تر دفتره پورې واټن، له کړاونو، ستونزو او د سوداګرۍ له پېچ و خم سره مل تېر شوی دی. د دغه پېچ و خم نښې د دانش صيب د تورې او سپينې ږيرې تر منځ د پروت واټن د ستړي مزل کړکېچنې، عاطفي او مستې کيسې له ځانه سره لري.

خو نوموړي دغه سوداګري د يو هوښيار دوکاندار غوندې وکړه. هم يې زما په څېر ليکوالان ژوندي وساتل او هم يې پيسې وګټلې. ښکاره ده چې همدې هوښيارۍ هم دی وساته او هم يې د کتاب د چاپ روانه لړۍ لا ګړندۍ کړه.
زه د ځينو کسانو تاوېلو ماوېلو ته د ځواب ورکولو زړه کوم چې وايي: دانش څه کړي؛ خو خپلې پيسې يې ګټلې!

بالکل همداسې يې کړي. دانش پيسې ګټلې، خو د پښتو کتاب پر چاپ يې ګټلې او همدا اړخ يې ما ته مهم دی چې يو له هغو سوداګرو دی چې پښتو کتاب يې سوداګرۍ ته شامل کړ. يانې زما ژبه يې د پيسو ګټلو ژبه کړه، د يوې مړۍ ډوډۍ پيدا کولو ژبه يې کړه او دا يو ارزښت دی چې بايد لا يې موږ وپالوو.
دغه سپين ږيری سړی له هغه وخته پېژنم چې ږيره يې توره وه. له لومړي سره يې د پيسو ګټلو تر څنګ د کيسو ګټلو د تودو بانډارونو د ګرم ساتلو شوق هم پاللی او همدې شوق ټولنيزو هڅو او کابل ته له راتګ وروسته د سياست په ګرمۍ کې د مزل شوق هم ورسره پيدا کړی دی.

اوس نو دانش يوازې د کتابونو سوداګر نه، بلکې د هېواد په کچه يې د سياسي او ټولنيزو چارو د مريدانو د پير حيثيت خپل کړی او د دې پيرخانې بنسټيز مرکز دانش فرهنګي مرکز دی چې د لغمان په مرکز کې د همدې ښاغلي په طرحه، کوششونو او د همدې په څېر د ډېرو نورو ښاغليو په مرسته او لاسنيوي د يوې ښکلې ودانۍ په توګه جوړ دی.
دغه مرکز نو اوس د ده د کتابونو د دوکاندارۍ مرکز نه دی. دا د مدني فعالانو، ليکوالو، فرهنګيانو، مشرانو، ځوانانو او د معاصر سياست د نويو څېرو د راغونډېدو چرګۍ ده.

دلته د لغمان په کچه د وړيا لوستنې له‌پاره زرګونه کتابونه ايښودل شوي، د ادبي او فرهنګي بانډارونو له‌پاره اسانتيا لري او مشرقي ته د ستړو لارويو فرهنګيانو بې‌خاره دمه ځای دی.
دغه مرکز به ټولنې ته د شعوري ويښتابه لارې پرانېزي، نو بايد نه يوازې ځوان کهول يې مننه وکړي، بلکې دولت يې د لاسنيوي تر څنګ پر شا هم وډبوي او کورودانی ورته ووايي.

خو له ښايسته مودې همدا سپين ږيری خدمتګار د لغمان له چارواکيو په تنګ شوی دی. هره ورځ يې د فېسبوک پر وال ليکلي وي چې دولتي چارواکي د ياد مرکز د يو اړخ د لارې د بندېدو په هڅه کې دي؛ خو هيڅوک پرې غوږ نه ګروي.
لومړی خو داسې د سړي ذهن ته راځي چې د لغمان دولتي چارواکيو هغه زورور غاصبين ټول راڅملولي او اوس يې دې سپين ږيري پسې راخيستې چې د شعوري ويښتانه دغه دروازې نورې بندې کړه چې د ښار جوړونې له پلان سره په ټکر کې دي.

يوه پوښتنه خو همدا ده چې کله دغه مرکز جوړېده؛ نو دغه ماسټرپلان چېرې و چې ورته ويل شوي وای چې دې اړخ ته د کار کولو حق نه لرئ چې د ښاري پلان خلاف چاره ده.
زه خو لا له دې وېرېږم چې دغه عمل هم د کوم زورواکي تر فشار لاندې له دانش فرهنګي مرکز سره روان نه وي.

که چېرې رښتيا هم دانش فرهنګي مرکز ودانۍ د ښاري پلان پر وړاندې بنسټيز خنډ وي؛ نو موږ به دغه سپين ږيري سړي ته عذر وکړو چې له دې لانجې تېر شه.
دولت مسووليت لري چې روانه لانجه په سمه توګه حل کړي. نه دا چې د يوه فرهنګي مرکز داسې بنسټ چې بايد موږ يې بېلګې په هر ولايت کې ولرو، له بېخه کاواکه کړي.

تر ډېره مې د لغمان د والي په تړاو د يو فرهنګپال شخص په توګه اورېدلي؛ هيله همدا ده چې خپل دغه اړخ ولس ته وښايي.
که چېرې دانش ملامت وي؛ نو قناعت دې ورکړي، کنه د يو فرهنګپال مشر په توګه دې د لغمان دغه څراغ له مړ کېدو وژغوري.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply