حکومتي مقامات د دوښمن کور ته په دوا پسې ځي؟

0 582

تر دې به نو ستره بې‌غوري بله کومه وي چې هوښيار او په خبره پوه سړی دې د دوښمن کور ته روان وي او تمه لري چې د دوښمن په کور کې دې د ده د دردونو دوا ورکول شي.
دا څووم وار دی چې په پاکستان کې د افغانستان د حکومت چارواکي تښتول کېږي، خو بيا هم نه دغه چارواکي عبرت اخلي، نه يې له پاکستانه زړه صبرېږي.
څو کاله وړاندې عبدالخالق فراهي په پاکستان کې وتښتول شو. په تښتولو يې مودې تېرې شوې او بيا نو په زاريو، رشوتونو او نانواتو سړی د تښتوونکيو له منګولو نه خلاصېده.

تر هغه وروسته د کونړ مخکېنی والي فضل الله وحيدي پاکستان ته تللی و او هلته د ناڅرګندو وسله‌والو له خوا وتښتول شو چې بيا يې راخوشې کولو د افغان حکومت پرېمانه انرژي ضايع کړه.
د وحيدي له تښتولو د حکومت نورو مقاماتو خو څه، حتا د کونړ اوسني مرستيال والي هم عبرت وا نه خيست.

څلو ورځې وړاندې د کونړ مرستيال والي قاضي محمد نبي احمد پېښور ته تللی چې درملنه وکړي او له هغه ځايه پسې تښتول شوی دی.
تر لاسه شوي مالومات ښيي چې ښاغلی احمد له ډبګرۍ سيمې تښتول شوی او تر اوسه يې مړی ژوندی نه دی مالوم.
بده لا دا چې ځينې خو وايي، مرستيال والي پاکستان ته تر سفر مخکې له ولايتي ادارې رخصت اخيستی چې هند ته د درملنې له‌پاره ځي، خو وروسته له پېښوره وتښتول شو.

دا ځان‌وژنه ده. دا په لوی لاس دوښمن ته لرګی په لاس کې ورکول دي چې واخله ما پر سر ووهه، دا ځان په لوی لاس د بلا خولې ته اچول دي.
پاکستان ته درملنې په پلمه د افغان حکومتي مقاماتو تګ داسې مانا لري لکه د دوښمن کور ته چې روان يې او تمه لرې چې دوښمن به دې د رنځ علاج وکړي.
حکومتي مقام يوازې د خپلې کورنۍ سرپرستان نه دي چې په تښتول کېدو، بې‌درکه کېدو به يې يوازې کورنۍ ورباندې خوارېږي. دا د دولت مهم کسان دي، رازونه ورسره دي او په ډېرو داسې شيانو خبر دي چې نور خلک نه ورباندې پوهېږي.
قوي احتمال دا دی چې له فراهي نيولې تر وحيدي او اوس تر نبي پورې، ټول د پاکستان استخباراتي شبکې تښتولي دي.

استخبارات له دغسې کسانو څخه محرم اسناد تر لاسه کوي، مالومات ورڅخه ټولوي او بيا يې د دې وطن پر ضد کاروي.
حکومت که د ښاغلي نبي د راخوشې کولو له‌پاره په دې ورځو کې لېونۍ هڅې کوي؛ نو تر څنګ يې بايد نورو مقاماتو ته هم تر غوږ ور تېره کړي چې پاکستان ته دې نه د درملنې له‌پاره ځي، نه دې هلته منظره کوي.
پاکستان که موږ وغواړو که نه، يا ووايو که نه، زموږ دوښمن هېواد دی او د دوښمن چې هر ځای لاس درباندې پورته شي، همالته درباندې وار کوي.
بايد له رسمي سفرونو پرته، پاکستان ته د حکومتي مقامات پر تګ کلک بنديز ولګول شي.

په دې سربېره، بايد ښاغلی نبي تر راخوشې کېدو وروسته کلک وپلټل شي، پوښتنې ورڅخه وشي چې د څه‌پاره يې رخصتي د هند په نامه اخيستې او تللی پاکستان ته دی؟
د دوښمن لاس ته لوېدلي عسکر او مقامات د شطرنج سوځېدلې مهرې دي او بايد له صحنې وايستل شي.

په دې توګه به بيا نه کوم افغان مقام د پاکستان له خوا تښتول کېږي او نه به مو د محرمو مالوماتو سرچينې د ای‌ایس‌ای ګوتو ته ورځي.
که دا چاره بابېزه وبلل شي، موده وروسته به د يوه بل افغان په برمته کېدو، اوښکې تويوو.

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply