افغانیت، اسلامیت او طالبان / شفیق اندړ

0 701

طالبانو په خپله یوه وروستۍ اعلامیه کې ویلي دي چې که هر وکیل په الکترونیکه تذکره کې د افغانیت او اسلامیت د ټکو مخالفت وکړي، وبه یې وژني.

 زه دلته په درې ټکو خبرې کوم. اول دا دی چې اسلامیت او افغانیت ته په دې ډیره صدمه رسېږي چې تذکره کې یې ذکر رانه شي او که په دې کې ډیر تاوان دی چې د افغانانو وطن او د مسلمانانو وطن د جنګ او خشونت او تخریب شاهد وي؟

 طالبان هره ورځ په فخر سره وایي چې د افغان دولت دومره عسکر مو ووژل. ایا د دغو عسکرو په وژلو سره مسلمان او افغان تباه کیږي ،که بل څوک؟ ایا د افغان ځوانانو په وژلو سره مسلمان او افغان بچي تیمیان کیږي که بل څوک؟

 نو د افغانیت او اسلامیت دعوه که هر څوک کوي، له طالبانو یا داعشیانو سره خو دغسې دعوه نه ښایي او د هیچا زړه ته به په اسانه ونه لویږي چې طالب دې د اسلام یا مسلمان یا افغان یا افغانستان په غم کې وي. همدا اوس اوس د افغانستان په لسګونو ګوټونو کې جګړه ده او دا جګړه بل څوک نه بلکې طالب کوي. طالب نه په اسراییلو کې جنګ کوي، نه په میانمار کې، دی یوازې او یوازې افغان وژني او طبعا مسلمان وژني.

 دویمه خبره د ولسي جرګې په باره کې کوم چې په خپله یوه وروستۍ فیصله کې یې د ولسمشر اشرف غني هغه وړاندیز رد کړ چې د الکترونیکې تذکرې په اول مخ کې دې د اسلامیت او افغانیت ذکر وشي. دوی د ولسمشر دا وړاندیز هم رد کړ چې د  تذکرې په اول مخ کې دې د قومیتونو ذکر وشي.

 دوی به خپل دلایل لري خو اصلي خبره دا ده چې یو شمیر متعصب وکیلان ځانونه افغانان نه ګڼي او ځينې نور بیا له دې ویریږي چې که د الکترونیکې تذکرې په ښکاره مخ کې د قومیت ذکر وشي نو یو به دا معلومه شي چې په دې وطن کې څوک څومره دي او بل به دا معلومه شي چې په کومه اداره کې د کوم قومیت کسان په غیرطبیعي ډول ډیر دي. طبعا په خړو اوبو کې د کبانو نیول اسانه دي او چې هر څومره د واقعي احصاییې او شمیر خبرې ناڅرګندې وي نو هغومره د منفي استفادې امکان زیات دی.

 دلته خپله دویمه خبره کوم. هغه افغانستان چې ټول عمر یې د اساسي قانون په لویو جرګو کې برخه والو ځانونه افغانان بللي دي او هغه افغانستان چې په تیرو پنځلس دورو شوراګانو کې یې هیڅ وخت له افغانولۍ انکار نه و شوی ، اوس ولې هغه کسان ډیر شوي دي چې ځانونه افغانان نه بولي؟ ځواب یې د طالبانو په عملونو کې وګورئ. ځواب یې د غزني د تیرې دورې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې وګورئ چې طالبانو د دغه ولایت اتیا فیصده اوسېدونکي له انتخاباتو منع کړل او ټول وکیلان یې د پاتې شل فیصده اوسېدونکو شول. طالبانو په کابو ټولو ولایتونو کې له خاص قوم سره مخالفت وکړ او دغه خاص قوم پښتون دی او د دې مخالفت نتیجه نن د ولسي جرګې په فیصلو کې وینو.

 او زما دریمه خبره دا ده چې که داسې وګڼو چې دغو وکیل صاحبانو چې د الکترونیکې تذکرې په اول مخ کې یې د افغانیت او اسلاميت ذکر لازم نه دی بللی، سم کار ونه کړ او غلطه فیصله یې وکړه، ایا د یوې نامناسبې فیصلې جزا باید اعدام او ترور او وژل وي؟ طالبان که رښتیا د افغانیت او اسلامیت غم لري نو استدلال دې وکړي. وژل خو د ځنګل د وحشیانو کار دی. طالبان په دغسې اعلامیو سره په حقیقت کې اسلامیت او افغانیت جارجانه کلمې معرفي کوي او د نړۍ خلکو ته دا ښیي چې اسلامیت او افغانولي صرف د ترور او وژلو له لارې منل کیدای شي.

 تر هغو پورې چې طالبان په یوویشتمه پیړۍ کې د نورو انسانانو غوندې د منطق او قانون او استدلال او تفاهم او تعاون ژوند زده نه کړي، هم به افغانستان، هم اسلام او هم افغان صدمه ویني. دوی متاسفانه تر اوسه لا د ځنګلي ژوند تصور لري. په ځنګل کې زور بالای زور قانون چلیږي. طالبانو تر اوسه پورې لا دا نه دي زده کړي چې اجتماعي ژوند په جنګ او خونریزي او وحشت باندې نه بلکې په رایه، په استدلال، په منطق او په همکاري باندې په مخ ځي. دوی که غواړي چې له نورو افغانانو سره د شریک او صلح آمیز ژوند هنر زده کړي نو ورته پکار ده چې د توپک په زور نه بلکې د منطق په زور بحث وکړي او دا هم زده کړي چې د خپل بحث او منطق د کامیابولو لپاره باید خلک د ځان ملګري کړي او د خلکو رایې وګټي.

 موږ په داسې دنیا کې ژوند کوو چې ان د ولسواکي او د خلکو د رایې ښکاره مخالفان هم دا نه وایي چې د خلکو خوښه او رایه نه منو یا انتخابات د منلو طریقه نه ده. طالبان په همداسې دنیا کې او همداسې زمانه کې ان یو ځل دې ته نه حاضریږي چې د انتخاباتو خبره وکړي او دا ووایي چې د افغانستان مالکان افغانان دي او په دې وطن باندې باید د افغانانانو له خوښې او رایې سره سم حکومت وشي. حقیقت خو دا دی چې طالب یا د خپل فکري انجماد په علت او یا د پاکستان او ایران د استخباراتي کړیو د هدایت او امر په اساس تر اوسه پورې دې ته نه دی تیار شوی چې د افغانستان د خلکو رایې او خوښې ته احترام وکړي او ان دې ته هم نه دی حاضر شوی چې د افغانانو رایې او خوښې ته یوازې په خوله باندې احترام څرګند کړي. نو له دغسې طالب څخه دا تمه لرل چې دی به په خپلو خبرو او اعلامیو کې له وژلو، ترور کولو او ویرولو پرته بله خبره وکړي، طبعا په ځای نه ده او د اسلامیت او افغانیت په اړه د طالبانو اعلامیه هم د دوی د پټ او اصیل ماهیت معرفي کوونکې ده. د دوی ماهیت همدا دی چې نه د اسلامیت پروا لري، نه د افغانیت او نه په دې پوهیږي چې په یوویشتمه پیړۍ کې ژوند څنګه ګیږي. دوی چې له نورو خلکو سره د ژوند په چل نه پوهیږي، په غرونو او سمڅو کې او یا د پردیو د استخباراتو په پس کوټو کې به همداسې لالهانده ژوند تیروي او عاقبت یې معلوم دی.

Leave A Reply