حکومت بيا بيا له يوې سوړې چيچل کېږي

0 452

وړمه شپه طالبانو د کندهار له لښکرګاه دوراهي څخه، تر ژېړۍ ولسوالي پورې د پوليسو پر پنځلسو پوستو، په يوه وخت پراخ بريدونه پيل کړل چې شا و خوا پنځه ساعته يې دوام وکړ.
په دغو بريدونو کې دوه ويشت تنه پوليس شهيدان شوي او پنځلس تنه نور ټپيان دي.
پوليس ادعا کوي چې په مقابلو ډزو يې پنځه څلوېښت طالبان وژلي او پنځه دېرش نور يې ژوبل کړي دي، خو طالبان يې ادعا بې‌اساسه بولي.
وروستي بريدونه تر هغو ډله‌يزو حملو درې اوونۍ وروسته کېږي چې د کندهار په ميوند کې د اردو پر يوه قرارګاه وشوې او درې څلوېښت تنه سرتېري کې شهيدان شول.
د حکومت پر سرتېريو نه دا لومړي بريدونه دي او نه هم دا تمه کېږي چې وروستي دې وي.

سمه ده حکومت به تر بريد وروسته لاپې او غورې وهي چې ګڼ شمېر طالبان يې ووژل، پرېمانه يې ژوبل کړل او بلا يې تېښتې ته اړ کړل، خو څه چې د جګړې پر ډګر پاتې دي، هغه د وطن د ساتونکيو دوه ويشت جسدونه دي.
دوه ويشت ځوانان په خوله يادېږي، دوه ويشت کورنۍ ورباندې ورانېږي، دوه ويشت زره تمې ورپسې تړلې دي، د هره يوه په شهادت دوه ويشت کاله وطن شا ته ځي.

دا دوه ويشت تنه يوازې وړمه شپه د طالبانو په بريد کې شهيدان شوي، هغه درې څلويښت تنه چې درې اوونۍ وړاندې شهيدان وو درې څلويشت کورنۍ هغه مهال ورسره ړنګې وې، په پکتيا کې شهيدان شول په هغو بېلې او په شمال کې د اردو پر قرارګاه بريد بېلې کورنۍ سوال ته کښېنولې.
طالبانو به پخوا د خرپ او ترپ جګړه کوله، د سړک سر ته را به وختل پر يو دوو موټرونو به يې بريد وکړ، بېرته به وتښتېدل، خو موده وشوه چې تاکتيک يې بدل کړی دی او دا څووم وار چې په همدې يوه تاکتيک يې د سرتېريو بېخ وايست.
د کندهار د وړمې شپې په بريد کې هم د پوليسو له موټرو کار اخيستل شوی، نور ډله‌يز بريدونه چې يې کړي دي هم يې د سرتېريو په درېشي، رنجرو او ټانکونو کې يې کړي دي.

د سرتېريو خاين قوماندان د سرتېريو ټانک او رنجر په پاکستان وپلوري، پر تورخم او بولدک خوندي واوړي، هلته يې پاکستان يا خپلو عسکرو ته ورکړي يا پکې بمونه ځای پر ځای کړي او بېرته يې طالبانو ته په لاس ورکړي، دلته ورباندې طالبان پر سرتېرو بريد وکړي.

طالبان په جنګ کې د سرتېريو ټانک او رنجر ونيسي، قوماندان يې پسې ورخوشې کړي، نه يې نمبر ثبتېږي، نه نورو پوستو او قرارګاوو ته خبر ورکول کېږي، بله ورځ طالب په هماغه ټانک کې سپور وي، په بمونو بار يې پر قرارګا ورننباسي.
په تېرو شپاړسو کالو کې به له دې زرګونو رنجرو او ټانکونو څخه سرتېريو د دوښمن پر ضد دومره کار نه وي اخيستی، لکه طالبانو چې په څلورو پنځو بريدونو ورڅخه ګټه پورته کړه.
بل غم مو د سرتېريو د درېشيو دی.
د ښار په دوکانونو کې لکه عادي کوټونه او جامې داسې پلورل کېږي. پر سړک يې د پلور له‌پاره ځړولې وي.

د هر چا چې زړه و، په سل دوه سوه افغانۍ يې اخيستلای او اغوستلای شي.
ستورې او رتبي په فرمايش جوړېږي او پلورل کېږي.
طالب چې بريد کوي، په خورا اسانۍ هماغه مازديګر يوه نوې درېشي واخلي، په سهار په ډاډه زړه د بريد پر ځای ورننوځي او ګڼ شمېر کسان راشهيدان کړي.
زموږ دغسې تلفات له کمزوري نه، له بې‌غوري دي او خون يې ټول د دې حکومت د لټو، فاسدو، بې‌غورو او خاينو چارواکيو په غاړه دی.

دا څووم ځل دی چې حکومت له همدې يوې سوړې چيچل کېږي، خو عبرت نه اخلي، نه هم د ځان ساتلو کوم فکر ورسره شته.
که حکومت ځان ورټول نه کړي او پر وخت جدي ګامونه پورته نه کړي، د ډېرو نورو ځوانانو سر ته به هم اوښکې تويوو او دوښمن به مو په ژړا کې د خولې پېښو ته خاندي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply