په هلمند کې د طالبانو ملا ماته شوې / بريالی وياړ

0 524

يو کال وړاندې د پاکستان او سيمې د استخباراتو له لوري طالبانو ته امر شوی و چې د هلمند، فراه او روزګان ولايتونو ته سقوط ورکړي. طالبانو د استخباراتي سازمانونو له لوري د ورکړل شويو پرمختللو وسلو په مټ خپل ټول طاقت و ازمويه چې دغه ولايتونه سقوط کړي، خو دا ارمان يې له خاورو سره خاورې شو.
زموږ بحث مشخصاً د هلمند د جګړې په اړه دی. هغه جګړه چې طالبانو، خپله دوه مشران پکې له لاسه ورکړل، خو و يې نه ګټله. يو کال وړاندې د سيمې استخباراتو په تېره بيا پاکستان وپتېيله چې د خپلو جګړه‌مارو طالبانو په مټ به هلمند ته سقوط ورکوي. طالبانو ډېرې سختې جګړې وکړې، ډېرې چاودنې او ځانمرګي بريدونه يې وکړل، خو تر اخېره يې هم د هلمند د سقوط ايمان تر لاسه نه کړ.

طالبانو او د هېواد په جنوب کې د دوی ياغي مشرانو د هلمند سقوط، اسانه کار ګڼلی و او خپلو پلويانو ته به يې پرله‌پسې د درواغو اعلانونه کول چې ولايت يې نيولی دی، جګړه يې ګټلې ده. کله چې دوی د هلمند څو امنيتي پوستې ونيولې، په نړيواله کچه يې ګواښ وکړ چې امريکا يې ماته کړه. دا خبره ټولو ته واضح ده چې لوبه د چا په لاس کې ده، څوک يې يوې او بلې خوا ته مخ اړوي.

طالبان لکه لېوان د هلمند په چار چاپېره سيمو کې د سقوط په خيالونو کې نشه پراته وو. کله چې د امريکا لېوني ولسمشر د افغانستان په اړه د امريکا سټراټېژي اعلان کړه، طالبان يې دې ته مجبور کړل چې بېرته په غارونو ننوزي. طالبانو د هلمند په جګړو کې سلګونه ولسي وګړي شهيدان کړل، ډېری پاخه سړکونه يې وران کړل، عامه تاسيسات يې ونړول او په اخېر يوه کال کې يې د هلمند ځمکوالو ته مليونونه ډالر زيان واړواه.

پر ځمکوالو يې لارې تړلې وې. د هغوی کرنيز محصولات، به په ځمکو کې خزندو او چينجو وخوړل. مېنې او کورونه يې د طالبانو د ماين جوړولو په فابريکو او سنګرونو بدل شول. هره ورځ به يې ماينونو ولسي خلک شهيدانول. داسې کور پاتې نه‌شو چې د طالب ماين يې جنازه و نه کړه. کومې سيمې چې دوی نيولې وې، له خلکو يې په زور د عشر، زکات او له مجاهدانو سره د مرستې تر نوم لاندې پيسې ټولولې. له ځمکوالو يې هغه ټراکټرونه واخیستل چې حکومت د کوپراټيف په مرستو کې ورکړي وو.

طالبانو ټراکټرونه په ليلام خرڅ کړل، پيسې يې په خپلو منځو کې سره ووېشلې. له دې سره جوښت يې په زياته پيمانه له کروندګرو پيسې ټولې کړې، اکثره طالبانو ځانونو ته دوې درې ښځې وکړې، لکونه لکونه کلدراې يې پر خپلو ودونو مصرف کړې. دا يو کال د طالبانو له‌پاره د پيسو، عياشيو، مستيو او مېلو کال و. څومره چې يې وس کېده، په هغه اندازه يې ظلم وکړ، پيسې يې پيداکړې، خلک يې لوټ کړل.
طالبانو په خپلو منځو کې قسم کړی و چې له حکومتي عسکرو سره په مستۍ جنګېږي، بيا به نه پرېږدي چې هغوی سيمې ترې ونيسي. طالبان په دې سوچونو کې غرق وو چې امريکا خپلې دوې الوتکې پسې را والوځولې او له طالبانو يې پايڅې او پرتوګونه باد باد کړل. هماغه طالبان هماغه یې نخرې، وسلې، پيسې، طاقت او قوت و، مګر هيڅ يې نه شوای کولای.

د سرې قطعې، ځانګړې قطعې، فدايانو، او غازي لاليانو پر موجوديت برسېره يې داسې منډې وکړې چې نه يې د جهاد جذبه پاتې شوه، نه يې سپېڅلې(!) انګېزه.
د طالبانو مشران مخکې وو، کشران يې لويې پايڅې ورپسې په منډه وو. نه د شپې د پاتېدو وو، نه د ورځې د راګرځېدو. افغان سرتېريو به په ناوه کې ډز وکړ، طالبانو به ګرمسېر خوشې کړ. سره له دې چې د هرې ولسوالۍ پخه لاره يې په سلګونه ماينونو فرش کړې وه، مګر افغان سرتېري بيا هم لکه زمريان په کچه لارو کې پسې وو.

ټول ولس حيران و. د طالبانو غټې غټې خبرې يې پر زړه ګرځېدې راګرځېدې. طالبان هماغه طالبان وو، خو پرتوګونه بدل شوي وو، نه يې جګړه کولای شوه، نه يې بری په خوب ليد. ملا هبة‌الله يې په پاکستان کې حيران و، ملا منان يې په هلمند کې د لښکرګاه سيند ته شعرونه ويل، چې هر څومره قوت به يې يو ځای کړ، د افغان سرتېريو مقابلې ته يې پښه نه‌شوای ټينګولای.

جګړه هماغه جګړه وه، فقط سرتېريو مورال واخیست. د امنيتي سکټور د کلونو- کلونو ستونزې ارزول شوې وې، سرتېري جګړې ته چمتو شوي وو. وسلې، موټر او امکانات يې تازه شوي وو. فقط دوې د امريکا تورې الوتکې ورسره وې چې طالبان يې له وېرې په غارګوڼو ننوتلي وو. پر دې هر سړی پوهېږي چې نن سبا ټکنالوژي خبرې کوي، خو طالبان بيا دا نه مني وايي نه زموږ جذبه، احساسات او تشې لاپې کار کوي.

اوس راشئ فکر وکړئ چې طالبانو د هلمند په جګړه کې اسلام ته څه ګټه ورسوله؟ خلکو او افغانستان ته یې څه مفاد ثابت شو؟ اسلام په نړۍ کې نور مطرح شو؟ مسلمانان په نس ماړه شول؟ زموږ ټولنه د بل له مجبورۍ خلاصه شوه؟ د خلکو اقتصاد ښه شو؟ کفار لېوال شول چې د اسلام دين ته مراجعه وکړي؟ امريکا راڅخه ووېرېده؟ اخر تر لاسه څه شول!؟

طالبانو خو د هلمند په جګړه کې مسجدونه وران کړل، لارې يې پرې کړې، د سوال په پيسو جوړ شوي سړکونه يې وران کړل، بې‌تورې بې‌تېغه وګړي يې شهيدان کړل، ماشومان يې يتيمان کړل، تورسرې يې کونډې کړې، د خلکو اقتصاد يې دړې وړې کړ، ځمکوال يې فقر ته مجبور کړل، له دې پرته طالبانو او مشرانو يې پيسې پيدا کړې، ځانونو ته يې تر بسو کوزدې او ودونه وکړل…

طالبان بېرته لکه ځناور له کليو ځنګلونو او غرونو ته وتښتېدل. خلک خپل ژوند ته را وګرځېدل، حتا تر دې چې امريکايان وتلي وو، بېرته يې د راتګ زمينه ورته برابره کړه. امريکايانو بمبارونه درولي وو، بېرته دوی په شروع کړل. طالبان بايد له خپلو ځانونو وشرمېږي چې دوئ هيڅ هم نه‌شي کولای. د پاکستان روس، چين، ايران او پرديو توپک يې د هغوی د غلامي په څېر غاړې ته اچولی او خپل وطن پر تندي تندي ولي، د وطن هر سور داغ د دوی د شرم سيکه ده.

تاسې و خدای دغې جګړې اسلام، وطن او خلکو ته له سراسر لوی تاوانه پرته نوره څه ګټه رسولې ده؟ طالبان او د دوی کم‌عقل مدافعان ولې دا حقيقت نه‌شي برداشت کولای؟ ولې نه پوهېږي چې دوی سوټيان دي، نورو په لاسونو کې اخيستي!؟

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply