د نيابتي او تپلو جګړو برخليک / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 347

نه پوهېږم د چا شعر دی، چا سندره کړی، خو دا نيم بيت يې د کډوالو او مجاهدينو تر منځ لکه متل، مقوله او محاوره خوله پر خوله ګرځېده، د دغه نيم بيت توريو ټکيو د انقلاب او جهاد ټول حقيقت او ماهيت ځلولای شوای؛
«څوک په‌کې خانان شول د چا لاړې ارتينې په‌کې»

د ولسي شاعري او ادب ځانګړنه او غېز په دې کې دی چې سياستونه نه ګوري، د مودو تږيو او جل وهليو ته د رڼو او خوږو اوبو تر مورګو ډک جام وړاندې کوي.
د دغه بيت له حقيقت سره به توپان را پورته شو، دغه توپان به د حساب کتاب يوه يوه پاڼه را واړوله، د خلکو او وطن د هر غدار برخليک به يې اعلان کړ، د هر يوه پر تندي به يې د محکوميت او رسوايي ټاپه ولګوله، ځکه څوک له راتلونکي نه‌شوای نهيلي کېدای، راتلونکی خپله يوه هيله ګرځېدلې وه، لويه هيله پېژندل کېده او ملي ارمان ترې جوړ شوی و.
خو دغه هيله و نه ټوکېده، د دغسې ملي ارمان د پوره کېدو مخه ډب کړای شوه، دغسې يوه ورځ رادبره نه‌شوه.

غداران اتلان او تر خانانو پورته وختل، د چور او لوټمار قيامتونه را ټيت شول، د خپل هېواد، خپلو کوڅو، خپلو خلکو او واټونو د فتحه کولو جګړې وغځېدې.
د انقلاب، جهاد او شريعت قربانيان له ميليونونو واوښتل، خو نه د چا سترګې پر انقلاب خوږې شوې، نه يې د جهاد له پايلو منګول ډکه شوه او نه يې د شريعت د شعار او ارمانونو ډېوې بلې کړې.

زه چې پر مرنجان غونډۍ د انقلاب د شهيدانو نړېدلو قبرونو، ماتو شناختو او ټوټې ټوټې ډبرليکونو ته ګورم، ټولو د خپل ملي ارمان په لار کې سرونه ايښي، خو څو تنو يې پر وينو او سرښندنو د جنرالي، سترجنرالي، قهرماني، وزارتونو او سفارتونو رتبې او تمغې اخيستې، څوک نالوستی يې سترجنرال عبدالرشيد دوستم ګرځولی، څوک بل ماشيني منصبدار پرې قهرمان راوتلی، چا يې پر وينو د سازشونو نورې لوبې تودې کړې، چا يې له سرښندنو په څلور کونجه نړۍ کې خپلې پانګې او سوداګرۍ غوړولې دي.

خو دوی همدلته تر نړېدليو شناختو او قبرونو لاندې ورک دي، نومونه او ادرسونه يې له ټولو هېر دي، هيچا پر دغو نړېدليو قبرونو پېښه و نه کړه، له هغې ورځې چې مجاهدينو پر کابل له ورغورځېدو سره دغه قبرونه ونړول، شناختې او ډبرليکونه يې مات کړل، تر ننه نه له ملګريو چا مخ ور اړولی، نه د انقلاب اصلي او جعلي ميراث‌خورو سترګې ورښکاره کړې او نه د ګوند کوم تيورسن ورته د دعا لپې پورته کړې دي.

تاسې له دې جنرالانو سياسي تيورسنانو او کاغذي قهرمانانو وپوښتئ چې څو ميليونه ګونديانو او سرتېريو د انقلاب او خلکو په دفاع کې د وطن پر ننګ خپل سرونه ايښي، څوک يې احصاييه وړاندې کولای او د کورنيو حال درکولای شي چې کونډو او يتيمانو يې درې وخته ډوډۍ موندلای شوای؟
د شهيدانو غونډۍ پر ځای پرېږده، کاغذي قهرمانانو په اوولسو کالو کې د ډاکټر نجيب الله پر مزار د کومې غونډې او مشاعرې تابيا نيولې، کومه خښته يې پرې پورته کړې؟

دوی پر ژوند له ډاکټر نجيب الله، ګوند او ګوندي ملګريو سره څه وکړل، همدغو جنرالانو نبي عظيمي، اصف دلاور، نورالحق علومي په دواړو لاسو د کابل د تسليمي سند له پېښوره را شېوه او د نظار شورا جګړه‌مارو ته وړاندې نه کړ؟ د ډاکټر نجيب الله رژيم مجاهدينو و نه‌شوای نړولای، بلکې د ګوند دننه خيانتونو را نسکور کړ.

مجاهدين د خپلو شهيدانو شمېر نږدې دوه ميليونه ښيي، که دا رښتيا وي، د خلکو او وطن په دفاع کې د دې دوه برابره هېوادولو سرونه ښندلي.
خاوره خو مجاهدينو نه ده ساتلې، مجاهدين خو د وطن په ويجاړي پسې لګېدلي، وطن خو همدغو سرتېريو ساتلی چې مجاهدينو يې د شهيدانو پر غونډۍ قبرونه ونړول، شناختې او ډبرليکونه يې مات کړل.

مجاهدينو خو دوښمن وطن او دوښمن نظام ته ګونډه وهلې، اخوانيانو د داوود خان په جمهوريت کې بوټو ته د وطن د پت قواله وړاندې کړې.
که مجاهدينو ته راشو، تاسې و خدای چې تنظيمي مشرانو ته د خپلو وژل شويو جنګياليو پته شته، کله يې د دوی د کورنيو احوال اخيستی؟ حکمتيار وايي، جلال‌اباد ته په تلو هر دويم کس ځان د يوه نه يوه شهيد زوی را پېژاند. د يوه تنظيم لېډر د خپلو جنګياليو له کورنيو دومره ناخبره دی چې اولادونه يې ده ته ځان په ور ښوولو او پېژندلو اړ ګوري.

حاجي دين محمد وايي، دا دوه کاله يې د ولسمشر له خوا د حج سهميه د شهيدانو کورنيو ته ورکړې، حاجي دين محمد دا په شهيدانو خپل احسان ګڼي، خو حج به د هغوی اولادونو ته ډوډۍ ورکړي، تعليم به کومه مخه ورپرانېزي؟
حاجي دين محمد ښايي نور له ډېرو حجونو زړه‌توری شوی وي، تر اوسه داسې کال نه دی رادبره چې دی په‌کې حج او څو ځله عمرو ته نه وي تللی.

دا اوس چې هره ورځ لږ تر لږه د دېرشو طالبانو د مرګ خبرونه راځي، طالب مشرانو يې له لېرې کله د کورنيو احوال اخيستی؟ د قطروالو پام ورګرځېدلی؟
ملا شهاب الدين دلاور خپلو بچيانو ته له معصوم ستانکزي د فرانسې سکالرشيپونه اخلي، په قطر کې يې د بچيانو زده‌کړه تنده او تلوسه نه‌شي ماتولای.
له انقلابه ملګريو څه تر لاسه کړل، له جهاده د وروڼو کومه منګول ډکه شوه، د شريعت له شعاره طالبانو د کوم عدالت مخه وموندلای شوای؟
څو تنه په‌کې خانان شول، بلندمنزلونه يې ودرېدل، پانګې يې وغوړېدې، له غلاوو لوټماريو يې بانکونه ډک شول. د واک له‌پاره د معاملو او سودابازيو مخه ورته پرانيستل شوه، بس!

د مجاهدينو دوه ميليونه، د ملګريو تر دې زيات او د طالبانو هم تر دې ډېر قربانيان چا پام‌وړ ګرځولي، د کورنيو پوښتنه يې شوې، چا يې احوال اخيستی؟
همدا د نيابتي او تپلو جګړو برخليک دی. د پرديو او تپلو جګړو پايله همدا را خېژي، يو شمېر په‌کې تر خانانو پورته خانان راوځي، خو اکثريت يې د دربدرۍ خاورې ايرې پر سر بادوي.

يوازې د ازادۍ او په هېوادنۍ جګړو کې دغسې کرښې او توپيرونه نه‌شي را منځ ته کېدای، د استقلال درې جګړې او نور ملي غورځنګونه د دې ګواه دي، ځکه خو هغو جګړو جنګسالاران و نه زېږول، د قوماندانانو خېټې يې له پانګو و نه پړسېدې، د سوداګريو او قاروني شتمنيو خزانې يې ډکې نه کړې.
ملا مشک عالم هماغسې فقير پاتې شو، د مير مسجدي خان، غازي محمد جان خان او نورو غازيانو تش لاسونه د دې ګواه دي.

پردۍ او تپلې جګړې چې په هر نامه وي، پايله يې همدا راوځي، لکه څنګه انقلاب او انقلابيان له په شا تلو ګړنګونو ته وغورځېدل، لکه چې جهاد د شرم لوښی وګرځېد، دغسې به طالب او د نيابتي جګړې هر سنګر له دغسې محتوم برخليک سره مخامخ وي.

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply