د اصلاحاتو بابېړی

0 435

جګړه ستر خطر دی، کوکنار لوی ګواښ دی، فساد غټه ننګونه ده، خو تر ټولو ستر خطر د ادارو تر منځ ټکر دی. همدا ټکر، جګړو، کوکنارو او فساد ته مخه ورکوي، لکه وينه د حکومت د واک او پايښت ستنې له دننه خوري.
مجاهدينو د جګړې په سنګر کې د ډاکټر نجيب الله رژيم نسکور نه کړای شوای، د جلال‌اباد جنګ يې نغده بېلګه ده. د ډاکټر نجيب الله رژیم له دننه خپل‌منځي ټکرونو، مخالفتونو، سازشونو، معاملو او خيانتونو نسکور کړ.

د ولسمشر غني يوه انتخاباتي ژمنه د موازې ادارو په له منځه وړلو را وګرځېده، خو نه دا چې دغه ژمنه يې د نورو ډېرو په څېر پوره نه کړای شوای، بلکې د دغسې ادارو ليکې لا پسې وغځېدلې، تر دې چې د ادارو دننه يې هم خپل‌منځي ټکرونه را پورته کړل.

اوس ملي شورا په خپلو کې ښکر اړم کړي، د مشرانو جرګې رييس د ولسي جرګې د هېوادپالنې په ننګونه پسې را اخيستې، ولسي جرګه نه دا چې په خپلو کې په ګڼو کرښو وېشل شوې، بلکې يوه ډله يې د بلې پر وړاندې له درېدو د يو بل لمن پر سر ور اړولې ده.

وروستۍ هغه يې د رييس او مرستيال تر منځ ټکر او د درغليو تورونه دي چې رسنيو په‌کې له ډکي وهلو تر لېرې لېرې بويونه او ډډوزې پورته کړې دي.
رييس د پنځوس ميليونه افغانيو غبن د بېرته سپارلو اعلان په داسې طمطراق او قلقلو وکړ لکه له خپله جېبه چې يې دغه پيسې له سرې مياشتې سره مرسته کړې، ځکه خو ځان د تالار د ننه او د باندې د تحسين او تمجيد وړ ګڼي.

د ولسمشر او اجراييه رياست، د ولسمشر او لومړي مستيال، د والي او جمهور رييس، د غسې د معارف د دوو رييسانو، دوو مرستيال واليانو، د اولمپيک دوو رييسانو او ډېرو نورو تر منځ دغسې وېش، سيالي او ټکرونو نه دا چې لويې رسوايي را منځ ته کړې، بلکې د حکومت ناکامي او کاواکي يې هم ډنډوره کړې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون خپل‌منځي ټکرونه پرې لا د پاسه، يوه ورځ د دار الانشا رييس او څو کمشنرانو د برطرفي خبرونه خپاره کړای شي، خو بله ورځ د معجزې په څېر تېر په هېر له ګڼل کېدو خپور شوی خبر له توثيقه بې‌برخې وګرځي.
يوه اوونۍ د ټاکنو د خپلواک کمېسيون د رييس جبري استعفا خوله په خوله ګرځي، د وياند خوارکي له ډېرو ترديدونو پر ژبه وېښته ختلي وي، رييس خپله بړ بړ د دغو خبرونو ترديد ته له رسنيو سره کښېني، د ده د ترديدي خبرو انګازې لا نه وي کرارې شوې چې له همدغه خبري سرويسه د بېړني خبر اناونس پورته شي او له ارګه د کمېسيون رييس د برطرفي خبر خپور شي.
المپيک کمېټه دا څو کاله د خپل‌منځي ټکر په غضب اوښتې، داسې وېشلې او پاشلې چې دوه رييسان يې د ملکيت مدعيان دي.

په دې وروستيو کې چې ولسمشر په خپل فرمان کې المپيک انتخابي ارګان وګرځاوه او جنرال اغبر يې په جرمني کې کونسل وټاکه، د دې پر ځای چې ربړه هواره کړای شي، د بابېړي خوا ته ولاړه، هغه دا چې جنرال اغبر ځان د المپيک ټاکنو ته نوماند اعلان کړ چې په بري سره به د ټيکنالوجي پر مټ د جرمني له کونسليټ څخه د المپيک چارې پر مخ بيايي.

د ښاغلي اغبر وياند د دې پوښتنې په ځواب کې چې څنګه کېدای شي له جرمني په کابل کې المپيک مديريت کړای شی، وويل؛ د جرمني کونسليټ دولتي دنده چې د دولت په حکم اغبر صاحب پر هغه دنده لګېدلی، خو د ولسمشر د فرمان له مخې المپيک انتخابي ارګان وګرځېده، که جنرال صاحب ټاکنې وګټي، هيڅوک يې له دغې ګټنې نه‌شي بې‌برخې کولای.

ده زياته کړه، څه موده وړاندې د ارګ وياندويانو د دغسې يوې پوښتنې په ځواب کې چې ولسمشر څنګه د بهرنيو سفرونو پر مهال لکه پخوانی ولسمشر حامد کرزی خپل مرستيال ته د ولسمشري واکونه نه سپاري، وويل؛ د ټيکنالوجي پر مټ ولسمشر چې هر ځای وي خپلې چارې په مخ بېولای شي، ځکه خو د دغسې يوه فرمان او د واکونو انتقال ته کومه اړتيا نه ليدل کېږي. جنرال صاحب له دې کليې او فارمول څخه مستثنا نه دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply