سیاست افغانستان؛ له دننه د سپنتا له نظره، له دباندې د خلکو له نظره

0 869

په افغانستان کې به ډېر کم داسې سياستوال او د حکومت لوړپوړي چارواکي پيدا شي چې د واک د مهال خاطرې وليکي او له خلکو سره يې شريکې کړي.
د همداسې ګوته په شمېر سياستوالو او چارواکيو له ډلې يو ډاکټر رنګين دادفر سپنتا دی چې هم سياستوال دی، هم چارواکی تېر شوی، هم ښه روان ليکل کولای شي او هم يې د واک د مهال خاطرې ليکلې او چاپ کړې دي.

د ده وروستی کتاب “سیاست افغانستان، روایتي از درون” نومېږي چې په روانه دري ژبه ليکل شوی او عازم خپروندويې ټولنې د دوه زره ټوکه په تېراژ، په نهه سوه او اتيا مخونو کې خپور کړی دی.

په دغه کتاب کې ښاغلی سپنتا له خپل ماشوموالي بيا د واک تر وروستيو شېبو پورې هغه کيسې کوي چې په خپلو سترګو يې لېدلې او په غوږو اورېدلې دي.
دی د شعله جاويد سازمان يادوي او وايي چې څنګه يې د څنګ ملګري په مرميو غلبېل غلبېل او ځينې په دار وځړول شول.

په ترکيه او المان کې د خپلو زده‌کړو په اړه غږېږي، بيا هغه رازونه وايي چې څنګه د افغانستان د بهرنيو چارو وزير او بيا د امنيت شورا مشاور شو.
دی د امريکا، هند، ايران، پاکستان او ځينو نورو هېوادونو په اړه هم ډېر څه وايي او له دې هم پرده پورته کوي چې څنګه د کرزي ښې اړيکې له امريکا سره خړپړې شوې.

دا هغه څه دي چې د کتاب له “درون” څخه وو، خو په “بېرون” کې بيا د دغه کتاب کيسې بله بڼه خپلوي.
له هغې ورځې چې مخکېني ولسمشر حامد کرزي په خپله يوه وينا کې بيا بيا سپنتا خپل شاهد وباله، خلک اوس د کرزي د ټولو لاس‌ته‌راوړنو، ناکاميو او کشالو شاهد سپنتا بولي.

له امريکا او حکومت سره د کرزي د ډلې ټکر او د حکومت پر چارو د مخکېني ولسمشر کرزي نيوکې د دې لامل شوې چې د غني ملاتړي او د حکومت خواخوږي له ځانه، يا په رښتيا د کرزي د واکمنۍ پر مهال، په ښاغلي کرزي پسې ځينې کيسې رابرسېره، يا له ځانه جوړې کړي.
په دغسې وخت کې د ښاغلي سپنتا کتاب چاپېدل، د کرزي مخالفانو ته يوه خوندوره موضوع وه چې په لاس ورغله.

دوی چې د کرزي په اړه څه فکر کړي، يا هغه اوازې چې په ولس کې د کرزي په اړه مشهورې دي، يوه يوه په ټولنيزو وېب‌پاڼو کې ليکي او ترې لاندې بيا ليکلي وي چې د سپنتا کتاب، «سیاست افغانستان، روایتي از درون»
ځينې خو لا حتا له ځانه د کتاب د صفحې شمېره هم ليکي.
ډېری پښتانه د فېسبوک پر همدغسې پوسټونو باور کوي او زړه ته يې لوېږي چې سپنتا دې په خپل کتاب کې همداسې ليکلي وي، ځکه “سیاست افغانستان، روایتي از درون” په دري ژبه دی او هغوی چې په دري نه پوهېږي، تر اوسه يې نه دی لوستی.

ځينې بيا پوهېږي چې د فېسبوک دغسې پوسټونه خلکو له ځانه د سپنتا د کتاب په حواله خپاره کړي، خو په ټوله کې دا يوه ښه سرګرمي بولي.
لاندې ځينې پوسټونه يې د بېلګې په توګه لوستای شئ او بيا پوهېدای شئ چې د ښاغلي کرزي او سپنتا او د هغوی د حکومت په اړه په خلکو کې څه اوازې خپرې دي او خلک د دوی، د دوی د حکومت او هغه مهال ارګ په اړه څه فکر لري.

Hikmat Hassan
کرزي صاحب به هره ورځ درې بجې د تشریفاتو ریيس ته امر وکړ چې د ارګ کارمندان رخصت کړي. درې نیمې بجې به مارشال صاحب هم راورسېده. ټول به چمن ته شوو او مارشال به خپل شخصي باډیګارډ ته چې حشمت پخسه‌پران نومېده، امر وکړ چې هغه د پنجشېر له شېرې ورته سګرېټی برابر کړي. کریم خرم به شین چای څښلو او د غلام محمد غبار تاریخ به يې لوست. ما به فرانسوي بیر څښل او کرزی او مارشال به له خپلو چرسو لطف اندوز کېدل. مازدیګر ناوخته به میرویس جان په منډه راغی او کرزي صاحب ته به یې ویل؛ بابا ادې دې غواړي او په دې سره به له ایران څخه راغلې خلتې سره تقسیم شوې او ټول به خپلو کورونو ته ولاړو.
سیاست افغانستان، روایتي از درون

Farid Takkal
کرزي صاحب به اکثره وخت له شېر محمد اخندزاده او جان محمد خان سره د ارګ تر چینارونو لاندې پیتاوي ته بانډار کاوه. جان محمد خان به د نسوارو د کوتي په ښيښه کې خپل سنت سمول، شېر محمد اخندزاده به د ونو وچ ښاخونه ماتول او کرزي صاحب به په هغو لرګيو اور بل کړی او چای به یې پخولې.
رنگين دادفر سپنتا
سياست افغانستان؛ روايتی از درون

Sanaullah Amanzai
یک روز کرزی صیب زنگ زد گفت کجا استی سپنتا صیب زود به ارګ بیا.
بیسیار به عجله حرکت کردم به طرف ارګ در مسیر راه اذدحام ترافیک زیاد بود، باز زنګ از طرف کرزی صیب امد، راننده را ګفتم عجله کو که حتماً کدام موضوع جدی است. وقتی رسیدم، ګفتم کرزی صاحب خیرت است، ګفت سګریتی را سر کو که کشتی ما را از خمار.
روایتی از درون، صفحه: چهار صدوبیست(۴۲۰۰)

Fareeduddin Noori
“یو ماښام ناوخته د امنیت شورا ناسته وه او سعودی عربستان ته د حاجیانو د لېږد پر موضوع خبرې کېدې چې د خبرو په جریان کې کرزي صاحب وویل چې د اریانا رييس ته زنګ ووهه. ما موبایل را واخیست او د ثبت شویو شمېرو د لېسټ له مخې مې زنګ وواهه، خو له هغې خوا د ښځې اواز راغی، زنګ مې قطع کړ، نمبر مې ولید، ګورم چې د اریانا د رييس پر ځای مې اریانا سعید ته زنګ وهلی و.”

Ghulam Sarwar Zohair
سالنګي وروڼو به کرزي ته پدرجان وايه او کرزي هم په زويولي نيولي وو.
دوی به هره د جمعې شپه کرزي صاحب ته د سالنګ د هوسيو غوښې په تحفه کې را وړې، په ضمن کې به يې دوه درې مکتوبه په خپل پلار جان «کرزي صاحب» امضا کړل.
يوه ورځ مو د ارګ تر چينارو لاندې د هوسۍ ښوروا خوړله چې زلمي رسول په غوږ کې راته وويل چې ما په ځواني کې هم دلته د هوسيو ښوروا خوړله، خو هغه وخت يې خوند بل ډول و او وروسته مو د ملي امنيت د رييس ښاغلي نبيل په مرسته مالومه کړه چې سالنګي وروڼه هره چارشنبه دوې دوې وزې اخلي.
کله چې کرزی صاحب له کيسې خبر شو، زلمي رسول ته يې کړل، سردار صاحب زوړ شوی يې، غاښونه دې پلاسټيکي او د ذايقې حس دې کمزوری شوی چې د هوسۍ او وزې د غوښو توپير نه‌شې کولای.
سياست افغانستان؛ روايتی از درون

Hikmat Hassan
د کرزي صاحب به کوفته او جواری ډېر خوښېدل. یوه ورځ غلام فاروق له ونخي ورته جواری راوړی و. کله چې مارشال له جواريو يو وخوړ، نو خوله یې ترخه شوه او مړۍ یې را تف کړه. په دې وخت کې کرزي صاحب غږ وکړ چې هلا زود زود مارشال صاحب را اب بتین. مارشال چې اوبه وڅښلې؛ نو په غوسه یې وویل، کی اورده ای جواری را؟
په دې وخت کې موږ ټولو غلام فاروق ته وکتل او هغه کرزي ته او کرزي په دې وخت که له خپل مدبرانه سیاست څخه کار واخیست او مارشال صاحب ته یې وویل چې مارشال صاحب امو طرح دفاعي کشور به کجا رسیده؟

Khan Mohammad Mohsin
په امريکا کې په يوه تشناب کې وم چې يوه خارجي د تشناب دروازه راوټکوله چې څوک يې؟
ما ور غږ کړل چې ډاکټر رنګين دادفر سپنتا.
خارجي ويل، څه کوئ ظالمانو، څلور کسان په يوه تشناب ننوتلي ياست.
د سپنتا کتاب ۳۱۶۷۷ صفحه

Ajmal Hodman
ولسمشر کرزی په ژمي کې له یخنۍ او په اوړي کې له ګرمۍ سره خورا حساس و. موږ به چې کله په ژمي کې د ښاغلي دفتر ته ورتلو؛ نو ده به را غږ کړل چې دروازه را پورې کړه، خو موږ د دروازې له پورې کولو سره نه عادت کېدو.
موږ به چې د ژمي په درې څلورو میاشتو کې د دروازې له پورې کولو سره عادت شوو، اوړی به راورسېده.

په اوړي کې به چې د ښاغلي دفتر ته ورغلو، ده به را غږ کړل چې دروازه خلاصه پرېږدئ. بیا به موږ د دروازې له خلاص پرېښودو سره نه عادت کېدلو.
لنډه دا چې تر څو به موږ په ژمي کې د دروازې له پورې کولو سره عادت کېدو، اوړی به را ورسېده او په اوړي کې به چې تر څو د دروازې له خلاص پرېښودلو سره عادت کېدلو ژمی به را ورسېده.

همداسې د ښاغلي د واکمنۍ دوره پای ته ورسېده، خو موږ په دې پوه نه‌شوو چې څه وخت دروازه پورې او څه وخت یې خلاصه پرېږدو.
د رنګین دادفر سپنتا کتاب
سیاست افغانستان از درون
١٨٨٨ مخ

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply