له جګړې زیانمن بل نسل / سید عبدالله پاچا

0 479

اوس د افغانستان جګړه ټوله په کلیو کې تمرکز لري، ځکه وسله والې ډلې له کلیو پرته بل ځای کې یوه شپه هم نه شي کولای او نه پټنځای پیدا کولی شي، خو همدا چې جګړه په کلیو کې ده، نږدې ټول هغه خلک یې د جګړې له امله په رواني ناروغي اخته کړي چې په کلیو کې یې طالبان دي.

د وروستیو موندنو په اساس، په هغو سیمو کې چې جګړه ده، ښځې، ماشومان او د ډیر عمر خاوندان ټول یې په یو ډول نه یو ډول رواني ناروغي اخته دي او د دې ستر لامل جګړه ده، خلک نه شي کولای چې کلي د جګړو له کبله وسله والو ډلو ته پریږدي، ځکه هلته یې کور دی، هلته يې ځمکه ده، هلته مالونه دي، هلته مړی ژوندی او خپل خپلوان دي.

اکثر خلک چې په سیمو کې له جګړو هر څومره په تنګ دي، خو بیا ښار ته زړه نه ښه کوي، ځکه ښار کې یې ژوند نه کیږي او د عوایدو درک یې نه وي، د کلیوالو خلکوټول عواید له ځمکو او څارویو څخه دي او له دې پرته نه بل کار یاد لري او نه یې کولای شي.

له مجبورې ورځې خلک دوسله والو ډلو منځ کې ژوند کوي چې راتلونکي نسلونه یې د جګړې له کبله په رواني لحاظ سم نه دي او راتلونکي کې ترې د هر ډول ورانکارو کړنو تمه کیدای شي، ځکه هغه څوک چې په رواني لحاظ جوړ نه وي، هغه هر کله ټولنیزې ستونزې رامنځ ته کولای شي چې د خپلې کورنۍ تر څنګ ټولنې ته هم زیان رسولی شي.

هر کله چې افغان ځواکونه په ځینو سیمو کې د طالبانو پرضد عملیات کوي، طالبان په کلیو کې راټولیږي، پر افغان ځواکونو ډزې کوي او دا کار خود به خوده ماشومان ډاروي او په روان یې ناسم اغیز کوي.

طالبان په دې کیسه کې نه دي چې د خلکو په منځ کې جګړه د خلکو راتلونکی څومره ګواښي، د ملکي وګړو له منځه جګړه داسې ده چې هغه خلک به جګړه کې ژوندي پاتې شي، خو په رواني لحاظ دې ووژل، په ځان کې به یې روح وي، خو بې روحه به وي، د یو سالم انسان تمه ترې نه شي کیدای چې راتلونکي کې د دې ټولنې او خلکو لپاره د درد دوا شي.

تاسو به په رسنیو کې د جګړه ځپلو سیمو د خلکو تصویر لیدلی او خبرې اوریدلي وي چې دوی د مجبورې ورځې د وسله والو ډلو په منځ کې شپې کوي، بل درک نه لري، ماشومان یې د هرې جګړې پرمهال مري او بیا راژوندي کیږي.

طالبانو چې په کلیو کې جګړه متمرکزه کړې، یو اړخ یې دا دی چې له کلیوالو ډوډۍ غواړي، پنا ځای ترې په زور اخلي او د دې ترڅنګ په کلیو کې د عشر او زکات په نوم له خلکو پیسې اخلي او له دې درکه ځان او خپلې کورنۍ ساتي.

د طالبانو ډلو ته دا دستور ورکول شوی چې له کلیو مه وځئ، ځکه که یوه ډله له کلي د باندې ګیره شي، یا په هوایي برید کې له منځه ځي او یا هم د پلي ځواکونو له لوري محاصره کیږي، نیول کیږي او یا وژل کیږي.

داسې به هم نه وي چې موږ کلیوال ملامت کړو چې ګنې طالبانو ته شپې او ډوډۍ ورکوي، خلک مجبور دي چې دا کار وکړي، که چیرې له طالبانو سره مخالفت وښيي ، همغه مهال یې وژني او یا یې په مرګ ګواښي.

اوس پخوا وخت نه دی، اوس خلک پوه شوي چې جګړه پروژيي او قراردادي ده او له اسلام سره هیڅ اړخ نه لګوي، خلک که لږ چانس هم پیدا کړې طالبانو ته به یوه شپه هم ور نه کړي، خو د دې لپاره چې خلک بې وسلې دي او طالبان وسلې لري، د خلکو له مجبوریته ګټه اخیستل کیږي او د جګړې په اور کې یې درولي دي.

تاسو به لیدلي وي چې هر هغه څوک چې په ښارونو کې یوه ګوله ډوډۍ او د کور کرایه پوره کولای شي، د طالبانو له سیمو یې کډې کړي او په ښارونو کې اوسیږي، د طالب اصلي څېره اوس ټولو ته مالومه ده او په دې باور لري چې د پردیو د ګټو لپاره یې یواځې ګډوډي جوړه کړې چې د افغانستان د پرمختګ مخه ونیسي او پر افغانانو ژوند تنګ کړي.

د طالبانو یو هدف دا ټاکل شوی چې راتلونکي نسلونه هم له جګړې زیانمن کړي او په رواني لحاظ یې داسې کړي چې د ټولنې په خیر تمام نه شي او هر کله ورته یو سرخوږی جوړ کړي.

Leave A Reply