او چې زه کابل وژغورم! / شیرین آغا جهانګیر

0 415

تاسې که تاریخ لوستی وي، زه تر اسلام وړاندې هم ټینګ مسلمان وم. خو کله چې د اسلام نوې بڼه راته الله راولیږله، تر هرچا وړاندې مې ټکي په ټکي او زره زره ومنله او ایمان مې پرې راوړ. عربو تر ما راورسوله او زما ملت بیا تر پنجاب، ډیلي او کلکتې د اسلام رڼا خپره کړه.

آن له همغې ورځې تر ننه په سلهاوو نسلونه مې د الله د کلام او د هغه د قانون لپاره بې ساري قربانۍ ورکړي او ددې قربانیو سلسله لا روانه ده. چې کله به هم په لاهور، پنجاب، راجستان، ډیلي یا ګجرات کې اسلام او مسلمان ته خطره پیښیده، زما د قام اسلام، مسلمان او او انسان ژغورونکي لښکرې به ورورسیدې او د اسلام لپاره به يې خپل ځانونه قربان کړل.

خو اوس زه لږ بدل شوی یم، او د بدلون سبب مې دادی چې د ځمکې د سر واقعیتونه لږ بدل شوي دي. پخوا به مونږ ټول یو مسلمان امت و او غم او درد مو سره شریک و. د اسلام خاوره د ټول مسلمان کور ګڼل کیده او په هر ځای کې چې اسلام و، مسلمان په کې ځان بې ګانه نه احساسوه.

اوس زه افغان یم. اوس چې کله هم په کوم اسلامي خاوره قدم ږدم، که ورته خوله وشلوم چې مسلمان یم، نه مې پریږدي، که زه د اسلامیت او مسلمانۍ لپاره بشپړ قران عظیم الشان هم ورته وړاندې کړم، پردی یم او لومړی رانه زما د افغانیت ثبوت غواړي. اوس د هر چا لپاره د هغه د خپلې خاورې شناخت لومړی دی. اوس د هر چا لپاره لومړي خپل وطن دی. نو په همدې اساس زه هم د ښه مسلمان پاتې کیدو لپاره کوښښ کوم لومړی ښه افغان شم.

قدس د مسلمانانو مقدسه خاوره ده، په دې مې تر هرچا پوخ باور دی. خو ما لا کابل ژغورلی نه دی، زه به قدس څنګه وژغورم؟

فرض کړئ  که دا سبا په قدس جنګ شي، که دا سبا په بیت المقدس د کفر او اسلام جګړه پیل شي، څه فکر کوې چې دا اسلامي ورورولي به راته اجازه راکړي چې بې له ( افغاني پاسپورته) د پاکستان یا ایران خاوره طی کړم او قدس ته ځان ورسوم؟

تر قدس مې قربان کړې، خو ماته لا څو نور لومړیتوبونه مخ ته پاتې دي.

د عربو په تیلو، د ایران په پیسو او د پاکستان په نظامي تمرینونو پیل شوی جنګ مې لا کابل سوزوي. هغه وخت چې زه په سور اور کې سوزیدم، هغه وخت چې زما کابل په سره تنور بدل شوی و، او هغه وخت چې زما د خاورې هره دښته کربلا وه، هغه وخت د چا لومړیتوب کابل و؟

که مو د تاریخ پاڼې اړولي وي، پوه شوي به یاست چې په عربو او په ځانګړي توګه پر فلسطین روان ناورین ددوي د اعمالو نتیجه ده. هغه وخت چې یهود په ټوله نړۍ کې مردود و، همدې عربو او په ځانګړي توګه فلسطینیانو ورته ښه راغلاست وویل او عرب مشرانو په زرګونه اسرائلي پېغلې د ځان سره ساتلې وې.

دا سبا که د اسرائلو او فلسطین ترمنځ دایمي سوله قایمه شي، په ایمان يې درته وایم چې نه به قدس سره کرښه وي او نه به تر عربي کرښې بیرون د اسلام او مسلمان په نامه کوم لومړیتوب موجود وي.

لسیزې وشوې چې زما کابل ټول مسلمان امت لپاره قرباني ورکوي، په شعوري او په غیر شعوري توګه مونږ د ټول مسلمان امت د ګټو او د هغوي د هیوادنیو منافعو لپاره قرباني کیږو، خو لا کابل د چا سره کرښه نه ده. آن هغه وخت چې په کابل سور اور بل و، د کابل تر ټولو زیات خواښوګي به ویل چې ( جهاد افغانستان، دفاع پاکستان).

ولی ستاسو هیر دی؟ تر پرونه يې په افغاني پاسپورت حتی په سعودي عربستان کې افغان ( مسلمان) کارګر نه قبلول، مونږ په پاکستاني پاسپورت سعودي ته خپل کارګر لیږل. حتی دوي زمونږ بې وزلۍ ته هم نه کتل، مسلماني خو پرځای، حتی دوي د انسان په توګه هم پر مونږ رحم نه کولو.

ماته به قدس او بیت المقدس تل محترم وي، دا مې د ایمان یوه برخه وي، خو ماته مې دین او زما مشران دا راښودلي چې ( حب الوطن من الایمان). که زما توره بوره لا د عربي او غربي وحشتونو تیاتر دی، نو ماته به د تورې بورې سره کرښه بله کومه وي؟

که لا عربي ځناور په سپینو او تورو جامو کې زما ځان او مال په بې رحمۍ او په دير وحشت تالا کوي، که لا مې سپین ږیري، ماشومان، تورسري او ځوانان د یمن او شام ( شبابان) په وژلو کې سره کرښه بولي او را قتلوي يې، نو ماته به ددوي له ژغورلو وړاندې هم بله سره کرښه وي؟

زما سره کرښه دانګام او ناړۍ ده، چیرې چې د اسلامي ورورګلوۍ له قلم روه اوس هم ړندې بمبارۍ او راکټونه نه ژمۍ ویني او نه واوره او درګرده زما ولس بې کوره کوي. نه کوم مسلمان پرې چغه پورته کړه او نه چا يې په حق کې لاریون وکړ.

زما سره کرښه خوګیاني او شینواري دي، چیرې چې دا لسم کال دی چې ښوونځي تړلي او ځوانان يې د یوې مړۍ ډوډۍ لپاره د ښار په کوڅو کې ژاولې او سګرټ پلوري.

زما سره کرښه مارجه او موسی قلعه ده، چیرې چې زما ولس د ټول اسلامي امت د ګټو لپاره دا شپاړلسم کال دی چې د ځان او مال قرباني ورکوي، نه پرې فلسطیني اوښکې توېې کړې، نه برمايي پرې مظاهرې جوړې کړې او نه پرې عرب په ملګرو ملتونو کې شور جوړ کړ.

زما سره کرښه نیمروز او فراه ده، چیرې چې حتی د ګرمو دښتو مارغان يې ( له عربي چپاوله) خلاص نه دي او په بې رحمۍ قتلیږي او قاچاق کیږي.

زما سره کرښه ډنډ پټان، خوست او پکتیکا ده، زما سره کرښه سپین بولدک او هلمند دی، او زما سره کرښه ګوشته ده، ځکه دلته د اسلامي ورورګلوۍ او د اسلام له اصولو تجاوز روان دی، زما کلي او بانډې را لاندې کیږي او زما په خاوره یرغلونه روان دي. چې زه خپله خاوره وژغورم، چې زه خپل شناخت له تاړاکه بچ کړم، او چې زه کابل د ایران، پاکستان او منځني اسیا د مسلمانو هیوادونو له یرغله وژغورم، ما به خپله سره کرښه ساتلی وي.

زه اوس هم د خپلو مسلمانو ګاونډیو او غرب د فرهنګي، اقتصادي، او سیاسي ښکیلاک مستعمره یم، دوي نه اسلامي اخوت په نظر کې نیسي او نه انساني کرامت ، له مال او ځان سربیره راته ټول بنسټونه نړولي او اوس مې د بشپړ تباهۍ لپاره کار کوي. همدا مې سرې کرښې دي، د مسلمانۍ، انسانیت او سړیتوب تقاضا هم همدا ده چې زه باید لومړی خپل همدا سرې کرښې وژغورم او ويې ساتم. که دا سرې کرښې مې نه وي ساتلي، او د فلسطین او کشمیر د ژغورولو لپاره دانګم، دا به نو بې له شکله چې زما په خپل ځان زما ملنډې وي، دا نه د انسانیت تقاضا ده او نه به تاریخ راته د یو باشعوره وګړي په حیث قایل شي.

په اخره کې باید ووایم چې زما ملي منافع، زما ملي حاکمیت، زما ځمکنۍ بشپړتیا او زما اقتصادي، فرهنګي او سیاسي ثبات زما سرې کرښې دي، زه به هغه وخت ښه مسلمان یم چې خپل کور مې ساتلی وي، زه به هغه وخت د اسلام او مسلمان لپاره ګټور یم چې د نړۍ د هیوادونو په منځ کې د یو پرمختللي هیواد نمایندګي وکړم او هیواد مې د یو ځانګړي وقار خاوند وي. هغه وخت به نه څوک قدس له مسلمانانو اشغالولای شي او نه څوک زما سرې کرښې لاندې کړای شي

Leave A Reply