جنګسالاران د ټولنې امنیت او ثبات تهدیدوي

0 426

 

جنګسالاران د ټولنې امنیت او ثبات تهدیدوي

جنګسالاران چې نه اصولو ته غاړه ږدي او نه هم قوانین مني، په ټولنه کې د قانوني سرغړونو تر څنګ په خلکو ظلم او وحشت کوي، د دوی ژوند او امنیت تهدیدوي، ځمکې او جایدادونه غصبوي، د خلکو شتمنۍ لوټوي او حتی د دوی ژوند ورڅخه اخلي.

له همدې امله جنګسالارن په ټولنه کې د امنیت او ثبات د تامین، د قانون د حاکمیت، د ټولنې د پرمختګ او نورو مهمو برنامو پر وړاندې لوی خنډ او سرخوږی دي. دوی په اکثرو سیمو کې د خلکو فردي ازادۍ سلب کړي. د دوی حقونه یې مروړلي او جایدادونه یې ورڅخه غصب کړي او ډېر کله خلک د دوی له وېرې د دوی پر وړاندې د اقدام کولو جرئت او حتی شکایت هم نه کوي.

د ټولنې د خلکو خوندیتوب او د دوی امنیت ساتل د حکومت له مهمو دندو څخه یوه ده، خو له بده مرغه هېواد لا هم په جنګ کې ښکېل او جنګي وضعیت کې قرار لري، له همدې امله جنګسالاران لا په قوت کې دي او هغوی له خپل زور او ځواک څخه نه دې رالوېدلي.

تر ټولو بده لا دا چې د ولسمشر کرزي د دیارلس کلنې واکمنۍ پرمهال جنګسالارن په مالي لحاظ دومره ځواکمن او وپړسول شول چې له واک او ځواک څخه غورځول یې د پخوا هومره اسانه نه دي، حتی دوی د نظام په ځینو حساسو برخو کې د خپلو روابطو، فشار، زور، باج ګیرۍ، پیسو، تهدید او نورو لارو څخه په ډېرو حساسو ځایونو کې خپل ځانونه او یا خپل استازي ځای کړي دي چې د دوی د نامشروع واک او ځواک دفاع کوي.

حکومت ته ښایي چې د دوی له شر او ضرر څخه د خلکو او ټولنې د خوندیتوب په موخه لومړی په بېلابېلو ادارو کې د دوی ځري او استازي له دندو ګوښه کړي. بیا پر دوی کړۍ راتنګه او دېته یې مجبور کړي چې په خپلو تېرو کړنو بښنه وغواړي او په راتلونکي کې قانون ته غاړه کېږدي.

حکومت دا کار په یوازې ځان په اوسنیو شرایطو کې ځکه نشي کولی چې له یوې خوا له تروریستانو او وسله والو مخالفینو سره په جنګ کې ښکېل دي او له بل لوري له تېر حکومت څخه د فساد په ګډون ګڼې ستونزې په میراث ورپاتې دي.

حکومت د جنګسالارانو د ځپلو او کمزوري کولو په برخه کې د ولس او نړیوالې ټولنې مرستې او همکارۍ ته جدي اړتیا لري او باید چې په دې برخه کې ګډ اقدام وکړي، ځکه ولس او ټولنه هم باید له داخل او هم له بهر څخه خوندي او مصونه شي.

تر هغو چې جنګسالاران له خپل واک او ځواک څخه ونه لوېږي، نو تر هغو به د اساسي قانون مطابق د ځواک او قوې کارونه یوازې تر دولت پورې محدوده نه وي، ځکه همدا اوس هم وینو چې په اکثره ولایتونو، سیمو او حتی ښارونو کې جنګسالارن د خلکو امنیت خرابوي او په ښارونو کې له درندو وسلو او خپلو جنګیالیو سره په پوره قوت ګرځي او لا هم خلک د دوی له ناحیې څخه د جدي خطر او تهدید احساس کوي.

دا سمه ده چې د جګړې انتخاب دخلکو تر ټولو سخته ټاکنه ده او دغې ټاکنې ته دوی ډېر کله د همدغو جنګسالارانو له لوري اړ کېږي، ځکه هغوی مجبور دي چې د خپل سر، مال او ناموس د خوندیتوب په موخه د جنګسالارانو پر ضد له وسلې او یا بالمثل عمل څخه کار واخلي او که داسې ونه کړي، نو جنګسالاران پر هغوی له هیڅ ډول ظلم او وحشت څخه مخ نه اړوي. کله چې د هغوی امنیت له منځه ولاړ شي، نو جګړې ته لاس اچول یې پر دفاعي انتخاب بدلیږي.

د همدغه ناسم انتخاب (جنګ)له امله د وخت په تېرېدو سره جګړه پر سیاست تکیه له لاسه ورکوي او د ډلو او بانډونو په ورځني ژوند بدلیږي، په دغسې وضعیت کې جنګسالارن لا پړسېږي او ځواکمن کېږي، نو دا ډېره مهمه ده چې له وسله والو مخالفینو نه د قوې د کارونې حق واخیستل شي. لنډه دا چې تر هغو د جنګسالارانو واک او ځواک اوبه نشي، نو تر هغو به حکومت او ملت دواړه په ستونزه کې وي او هره شیبه به له دوی څخه د خطر او تهدید احساس کوي.

 

محمد بشیر یوسفزوی

Leave A Reply