چارواکيو ته د بېمې اړتيا / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 387

د چاپېريال ساتنې د څار بنسټ په خپلو موندنو کې پر جسمي ناروغيو سربېره، د رواني او جنسي ناروغيو ستر لامل د چاپېريال ککړتيا ښوولې.
د دغه بنسټ د موندنو له مخې، په ټولنه کې د عصبانيت، يو بل نه منل، ضد، پرخاش او له قانونه سرغړونې يو خو غټ لامل همدا د چاپېريال ککړتيا ده. په دې سربېره، د جنسي يا پټو ناروغيو لکۍ هم د چاپېريال له ککړتيا سره غوټه شوې ده.
اوس که عطا نور له ضده دواړه پښې په يوه موزه کې ننه‌ايستې چې هيڅوک يې له دندې ګوښه کېدو يا د استعفا د منظورۍ واک نه لري، يو لامل يې ښايي د چاپېريال ککړتيا وګڼل شي.
که نه له ۳۴۴ ولايتونو د دې يوه ولايت د والي ضد، کبر، ځان‌غوښتنه او خپل‌سري څنګه دومره غوښنه او له کنټروله وتلې چې خپله تبديلي يا د استعفا منظوري د ولسمشر تر واک پورته ګڼلای شي؟

له دې څرګندېږي چې د بلخ يا مزار چاپېريال تر کابل هم ککړ دی او ښاغلي نور په تېرو څوارلسو کالو کې دغه ژوندنۍ چاره پام‌وړ نه ده بللې.
د چاپېريال د ککړتيا له ناوړه اغېزو د خونديتابه يوه لاره دا کېدای شي چې خلک، په تېره چارواکي ځانونه د بېمې په مټ وقايه او خوندي کړي.
دا به د بېمې فرهنګ ته وده ورکړي او د بېمې ګڼ شرکتونه به په افغانستان کې پانه‌ګونې ته را مات کړي.
د بدن هر غړی ښايي جلا بېمه کړای شي، هغه چې دم‌ګړۍ له زيات ګواښ سره مخامخ دي، بايد لومړيتوب ورکړل شي.
لومړنی ګواښ د خولې يا غاښونو دی. عطا نور چې د مملکت د دويم شخص د غاښ ماتولو کوم خبرداری ورکړی، که څه هم د وزيرانو په شورا کې ډاکټر عبدالله د خپلو غاښونو د ساتنې اړتيا ياده کړه، خو دی خپله خوله يا غاښونه له عطا نوره د مسواک، بورس او کريمو په مټ نه‌شي ژغورلای.

د دغه ګواښ په مخنيوي کې يوازېنۍ لار دا ده چې ډاکټر عبدالله خپل غاښونه بېمه کړي.
که څه هم دی ډاکټر دی، خو د سترګو ډاکټر دی. اوس به لاسونه مروړي چې درېغه د سترګو پر ځای يې په غاښو کې خپلې زده‌کړې بشپړې کړې وای چې د عطا نور له خوا يې د خپلو غاښونو يا خولې ماتولو خپله درملنه په سمه توګه پخپله کړې وای، خو د دغه ارمان اوس ګټه څه ده؟
که ډاکټر صاحب خپل غاښونه بېمه کړي، که خدای مه کړه د عطا نور سوک له مزاره د ده غاښ ماتولو ته را ورسېږي، لږ تر لږه خو به يې د بېمې له لارې تاوان تر لاسه کړی وي، بيا که د ده غاښونه د سرو زرو وي چې هرو مرو دي، بېمه يې ښايي له پامه و نه غورځول شي.

که اصف مومند خپل غوږونه بېمه کړي وای، د عطا نور زوی به په دومره اساني نه وای خوړلي، لږ تر لږه به د اصف مومند تاوان او ديت خوندي وو.
د ده زوی چې له کوم خبرداري پرته د اصف مومند په غوږ داړې سرې کړې، د عطا نور مخه د ډاکټر صاحب عبدالله د غاښ په ماتولو کې څوک نه‌شي نيولای.
د ماتولو په دغه موسم کې د ارګ د يوه بل چارواکي د لاس ماتولو اوازه، بلکې تصويرونه هم له ارګه راوتلي دي.
که څه هم د ده مات لاس لاه غاړې ته نه دی تللی او په تشناب کې له غورځېدا يې ژوبلېدل ښوول شوي، خو د سرچوک خبري اژانس په کوم بهرني سفر کې د صلاح الدين رباني کارنامه ښوولې.
له دې څرګندېږي چې په ماتولو کې د جمعيت فيصله اټله ده.
له همدې ځايه چارواکيو ته تر غاښو وروسته د بدن د نورو غړيو د بېمې اړتيا ښايي لومړيتوب ګرځېدلی وي.
څنګه چې د کندهار امنيه قوماندان هم د ماتولو په موډ کې را څرګند شوی، ځکه خو ارګ‌مېشتي بايد په ټوله کې ځان وساتي او د بېمې کوم نړيوال شرکت افغانستان ته راوغواړي.

که څه هم ښاغلي رازق لا په څرګنده او مشخصه توګه د خولې يا بل غړي د ماتېدو، ژوبلېدو ګواښنه او ګوت‌څنډنه نه ده کړې، خو د ده خبرداری تر عطا نور خطرناک دی.
اخېر ښاغلی رازق تر عطا نور څه کم دی، که هغه سر او خوله ماتولای شي، دی هم د سر او خولې اپوزيټ پر دغسې ګواښ اړولای شي.
څو کاله وړاندې په بريټانيا کې يوې نجلۍ خپله سغۍ بېمه کړې وه، خو دا چې د کوم ګواښ او څه ډول خطر له امله يې دغه بېمه اړينه بللې وه، رسنيو ته يې څه نه وو ويلي.
ښاغلي ايشچي د بېمې دغسې اړتيا پام‌وړ نه وه بللې، که نه په صوفه کې به يې په ډډه کښېناستو ځان اړ نه ګڼلای.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply