د ولسمشر دریځ پاکستان وارخطا کړی/محمد بشیر یوسفزوی

0 466

په دې کې شک نشته چې سوله د افغان حکومت او ولس لویه هیله، ارزو او غوښتنه ده، خو دا هم باید ومنو چې سوله په عذرونو او زاریو نه راځي. که راتللی، نو په تېرو دیارلس کالو کې مخکېنی ولسمشر  دوه ویشت ځله پاکستان ته سفر وکړ او په هر ځل ورتګ کې یې له پاکستاني لوري څخه وغوښتل چې باید د افغانستان د سولې په برخه کې همکاري وکړي او طالبان دېته وهڅوي او یا یې دېته اړ کړي چې باید سولې ته غاړه کېږدي.

په تېرو کلونو کې د افغانستان دغه وړ دریځ پاکستان ته د برترۍ احساس ورکړ او هغوی سل په سلو کې دا وګڼله چې افغانان په رښتیا هم د دوی له مرستې او اجازې پرته د هیڅ شي واک او ظرفیت نه لري، نو همغه وو چې د سولې پرځای یې جنګ لا سخت کړ او طالبان یې په افغانستان کې د هر ډول جنایتونو او طغیان کولو ته وهڅول.

د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د افغانستان دریځ او د پاکستان رول دواړه بدل شول، ځکه ولسمشر غني طالبان له سره تعریف کړل او د سولې لپاره یې دوه ابعاد وټاکل، یو له طالبانو سره د سولې بعد او بل له پاکستان سره د مذاکراتو خبره.

جمهور رئیس غني پاکستان ته په واضح توګه وویل، چې موږ غواړو لومړی له پاکستان سره سوله وکړو، ځکه په افغانستان کې روان جنګ د پاکستان له لوري پیل شوی دی او هغوی ته یې دا احساس ورکړ چې پاکستان دې د سولې په برخه کې همکاري نه کوي او نه دې هم طالبان د سولې مذاکراتو ته هڅوي، بلکې د افغانستان پر وړاندې دې خپل دریځ بدل کړي او د دښمنۍ پرځای دې د دوستۍ لاره غوره کړي.

په دویم ګام کې یې طالبانو سره د سولې په اړه په وضاحت ورته وویل چې له طالبانو سره د سولې موضوع د افغانستان داخلي موضوع ده او زموږ پلان دادی چې د بین الافغاني مذاکراتو له لارې له طالبانو سره سولې ته ورسېږو چې هم د دې کار اراده لرو، هم یې برنامه لرو، هم یې ظرفیت لرو.

د پاکستان پر وړاندې د جمهور رئیس غني دغه دریځ په لومړیو کې پاکستان حیران او بیا یې وارخطا کړ، پاکستان دا وګڼله چې نه یوازې د څو کالو هغه پانګونه چې په جنګي ډلویې کړې بې ځایه وه او نوره یې له لاسه وځي، بلکې دوی په دې وپوهېدل چې د ولسمشر غني دغه نوی دریځ پاکستان په نړیواله کچه منزوي کولی شي او بالاخره همداسې وشول.

ځکه په دې وروستیو کې موږ وینو چې پاکستان په نړیواله کچه خپل باور او حیثیت بایللی دی، په تېرو څو کالو کې یې بېلابېل لوړ پوړي پلاوي افغانستان ته را واستول او دا هڅه یې وکړه چې د افغانستان باور بېرته خپل کړي ، خو افغان حکومت او ولسمشر د دوی په نېت پوه وو چې دوی دا هر څه زموږ د غافلولو او تېراېستلو لپاره کوي، نو ځکه یې هغوی ته شرطونه کېښودل او د هغو شرطونو د پوره کولو لپاره یې پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړ.

شرط دا وو چې په لومړي ګام کې دې پاکستان د ترهګرو له تمویل لاس واخلي، د هغوی پټنځایونه دې له منځه یوسي، د هغوی د ټپیانو درملنه دې نه کوي، له هغوی سره دې توپیري چلند نه کوي او پاکستاني علمادې  دا فتوا ورکړي چې په افغانستان کې روان جنګ جهاد نه، بلکې فساد دی، مګر دا هغه شرطونه وو چې پاکستان ته یې پوره کول نه یوازې ساده او اسانه وو، حتی د دوی له وسه وتلی کار وو، نو له همدې امله پاکستان هم ترفشار لاندې دی او هم وارخطا دی.

Leave A Reply