په چين کې پر واټس اپ هم بنديز ولګېده

0 736

د چین حکومت د ټیکنالوجي په برخه کې یو پرمختللی هېواد ګڼل کېږي، خو پوهېږئ هلته ډېری هغه ټولنیزې رسنۍ چې موږ او تاسې ورته لاس رسی لرو، څوک نه شي کارولای او قانوني جرم ګڼل کېږي.

تازه خبر دا دی چې د دې هېواد چارواکيو پر پیغام وړونکي رسنۍ واټس اپ هم بندیز لګولی دی او خپلو خلکو ته يې ویلي، د دې ټولنیزې رسنۍ کارول قانوني جرم دی.

چین خپلو خلکو ته ویلي، د سپټمبر له نولسمې راهیسې نور د دې اجازه نه لري چې واټس اپ وکاروي.
چین دا کار د سایبري بریدونو او د پټو مالوماتو او یا هم حکومت ضد تبلیغاتو د مخنیوي له‌پاره کوي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply