ډرون موټر سايکل هم جوړ شو

0 908

په دوبۍ کې مو د ډرون یا بې پیلوټه ټکسي په اړه اورېدلي و، خو راځئ نن په همدې ښار کې د ډرون موټر سایکل په اړه هم ولولئ.
اوس تازه یوې کمپنۍ د دوبۍ د پولیسو له‌پاره داسې یو موټر سایکل جوړ کړی چې بې له کوم چلوونکي حرکت کولای شي. د دې موټر سایکل د جوړېدو هدف له قانون څخه د سرغړونکیو پر وړاندې د بېړني عمل کول ښوول شوي دي.

د دې ډرون موټر سایکل نوم هوورسرف دی او په ډېره بېړه کولای شي چې په قانون ماتوونکيو موټر چلوونکيو او نورو هغه کسانو پسې ځان ورسوي چې شک پرې وشي او یا هم مجرم وي.

په دې موټر سایکل کې یوه وړه بېټري ځای پر ځای شوې ده او همدا ډول کولای شي چې له ځمکې ۵ مټره پورته شي.
دا موټر سایکل ۶ کیلومټر سفر کولای شي او سرعت یې په یوه ساعت کې ۲۰۰۰ کیلومټره ښوول شوی دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply