وای‌فای والاوو ته بد خبر

0 660

ډېر شاید په دفتر، کور او ان ټلېفون کې د وای‌فای له لارې نیټ وکاروي، نن په سرخط کې همدې ډلې ته یو بد خبر لرو.
د سایبري خطرونو ادارې وړاندې خبرداری ورکړی چې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې به وای‌فای تر سایبري برید لاندې راشي.

په دې خبر کې ویل شوي چې د WPA2 پروټوکول لرونکي وای‌فای سیسټمونه به تر ټولو له زیات خطر سره مخ وي.

څېړونکي وايي، هغه کسان چې له دې وای‌فای څخه استفاده کوي، شاید په انټرنیټ کې شته مواد یې ټول غلا شي، خو هغوی چې له بل ډول وای‌فای څخه ګټه پورته کوي، هم ورته خطر زیات دی.
ادارې د مخنیوي له‌پاره یوازې د احتیاط غږ کړی دی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply