ډرون به تر دې وروسته لامبو هم وهي

0 366

په سرخط کې به مو د ډول ډول ډرون په اړه لوستي وي، خو راځئ نن د یوه داسې نایابه ډرون په اړه ولولئ چې ورته هک پک شئ.
تاسې به تر اوسه فکر کاوه چې ډرون به يوازې په هوا ګرځي، خو تر دې وروسته به لامبو هم وهي.

کیسه داسې ده چې د سویس پوهانو د کبانو د ژوند ژغورلو، د هغوی د څارنې او نورو په اړه د کب په ډول ډرون الوتکه جوړه کړې ده.

دا الوتکه بېخي لکه د یوه کب رنګ لري او کوښښ کوي چې خپل حرکات، تګ او نور کارونه هم د کبانو په شکل کړي، څو هغوی پرې باور وکړي چې دا کب دي.

دا ډرون الوتکه ۷ سانټي مټره ده، لکۍ لري او نور هر څه یې د کب په ډول دي چې بېخې یې توپیر او پرتلنه سخته ده.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply