که د ای‌فونX مينه‌وال ياست، اوس يې مه اخلئ

0 737

د اپل کمپنۍ خپل نوی ای‌فونXX بازار ته وړاندې کړ، خو اوس تازه په دغو ټلېفونو کې يوه ستونزه پيدا شوې ده.

د اپل د تولیداتو څارونکې ناین‌ټو فایک‌مېک وېب‌پاڼې په خپلو تازه موندونو کې ویلي، د ژمي پر مهال او د هوا د سړېدو په وخت کې د ای‌فونX سکرین کار نه کوي.

سرچینه لیکي، کوم ځای چې د تودوخې درجه صفر ته ورسېږي او هوا ډېره سړه شي، د ای‌فونX سکرین کار پرېږدي او هيڅ ډول فعالیت نه شي کولای.

له همدې کبله د ای‌فونX کاروونکي ډېری کسان د ژمي په رارسېدو سره له ستونزو سره مخ شوي او غږونه یې پورته شوي دي.
اپل کمپنۍ هم دا ستونزه منلې او ویلي، ژر به دا ستونزه په انلاين بڼه ختمه کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply