تر دې وروسته به پر پلاسټيکي سړکونو ګرځو

0 676

سړکونه خو مو ډېر ليدلي، پراخ، هوار، خوندور او پرمختللي، خو تر اوسه به مو پلاسټيکي سړک نه وي ليدلی او نه به مو هم د داسې سړک په اړه اورېدلي وي.
دغسې سړک اوس په هند کې جوړېږي.

هند چې د ټکنالوجي په برخه کې خورا په ځغاسته روان دی، اوس يې پرېکړه کړې چې غواړي په هېواد کې پلاسټيکي سړکونه جوړ کړي.
د نړیوالې اقتصادي مجلې د راپور له مخې، هند په دې لټه کې دی چې له کارول شويو او غورځول شويو پلاسټيکونو څخه خوندور سړکونه جوړ کړي چې په دې توګه به يې هم سړکونه ژر نه خرابېږي، هم به يې د چاپېريال د ککړتيا مخه نيولې وي.

خو یوه وېره دا ده چې شاید ځينې سړکونه د ګرمۍ د موسم پر مهال ويلې شي، اما هندي چارواکي وايي، دوی داسې مواد له پلاسټکونو سره يو ځای کوي چې ډېره ګرمي هم اثر نه ورباندې کوي.

راشه موږ ته، ښاغلي مو تر سم سړک بم لاندې کړي، يا يې د ټراکټور يوې ورته نيولې وي او پر بل مخ يې واړوي.

Leave A Reply