که مو ټلېفون سستي کوي، داسې يې سم کړئ

0 483

هغه کسان چې ټلېفونونه يې په انډاريډ سيسټم چلېږي، په دې وروستيو کې يې چيغې پورته شوې، ځکه په انډرايډ چلېدونکي ټلېفونونه لومړی ښه تېز، خو سوکه سوکه بېرته کمزوري کېږي.

که تاسې هم له دې ستونزې سره مخ ياست، نن يې په سرخط کې د حل لارې ولولئ.
• د موبايل پر مخ هيڅ ای‌کن مه پرېږدئ، ځکه سيسټم سکرين ته د موادو په لېږد رالېږد تر هر څه ډېر کمزوری کېږي.
• د دې له‌پاره چې موبايل مو تېز او چټک وي، وخت پر وخت يې اپرېټينګ سيسټم وګورئ او پر وخت يې اپډېټ کړئ. د دې کار له‌پاره اباوټ فون ته لاړ شئ او بيا سيسټم اپډېټ کېکاږئ.
• هغه اپليکېشنونه چې په درد نه درته خوري، له يوې مخې يې له ټلېفون څخه ډيليټ کړئ. بې‌کاره اپليکېشنونه مو نه يوازې موبايل سستوي، بلکې بېټرۍ هم ژر ختموي.
• وخت پر وخت د موبايل رېم پاک کړئ.
• په موبايل کې مو (Auto Sync) سيسټم غيرفعال کړئ.
• او که په دې يوه هم نه کېده، موبايل مو ريسيټ کړئ.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply