تر دې وروسته به فېسبوک پوهېږي چې څنګه ياست

0 383

تر دې وړاندې ځینې داسې اپلېکېشنونونه وو چې ستاسې له تصویره یې مالومولای شوای چې وضعیت مو څه ډول دی، خوښ یاست که خفه، خو تر دې وروسته به فېسبوک پوهېږي چې تاسې څنګه ياست او بيا به ستاسې د طبيعت حال ستاسې له ملګرو سره شريکوي.

اوس فېسبوک له ځينو اسرایلي پوهانو سره یو ځای پر همداسې یوه اپليکېشن کار کوي چې وښيي، ښه یاست او که نه؟

دا اپليکېشن به ژر فعال شي او هر وخت چې تاسې فېسبوک ته خپل تصویر پورته کوئ، حتا له ظاهري څېرې به مو هم وضعیت وګوري.
فېسبوک وايي، ژر به دا اپشن فعال کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply