روباټونه به اوس هم ټوپونه وهي، هم به الوځي

0 607

د روباټانو په اړه به مو لوستي وي، څوک اشپزي کوي، څوک اور وژني، ځينې سودا له دوکان څخه کورونو ته وړي، ځينې بيا نڅېږي او نور په نورو نخرو اخته دي، خو راځئ نن د یوه بل داسې روباټ په اړه ولولئ چې ځمکه خو پرېږده، په اسمان کې یې نخرې پیل کړې.

د امریکا یوې کمپنۍ بوسټن ډاینامکس له‌خوا د دې جوړ شوي روباټ نوم اټلس دی چې کولای شي چې د انسانانو په څېر حرکت وکړي او تر ټولو جالبه یې لا دا چې هم ټوپونه وهي، هم هوا ته پورته کېږی او ملاقونه وهي.

خو روباټ جوړوونکي کمپنۍ وايي، شاید دا روباټ له یوې سترې ننګونې سره مخ شي او هغه دا چې کله پورته هوا ګرمه شي، شاید له تخنیکي پلوه هلته پاتې نه شي او کار پرېږدي، خو ډاډ ورکوي چې دوی هڅه کوي داسې سیسټمونه ور نصب کړي چې هلته برقرار پاتې شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply