دا ډرون به تر ځان دروند بار وړي

0 468

سرخط د ډول ډول ډرون یا بې‌پیلوټه الوتکو په اړه مالومات درته خپاره کړي، خو راځئ نن یې د یوې داسې الوتکې په اړه ولولئ چې تر ځان زیات وزن پورته کوي.
دا ډرون روسي انجینرانو جوړه کړې او کولای شي چې ۴۰۰ پونډه یا ۱۸۰۰ کیلوګرامه وزن پورته او نږدې ۸ ساعته ورسره الوتنه وکړي.

دې ډرون ته د SKYF نوم ورکړل شوی او کولای شي چې دروند وزن پورته او له یوه ځایه یې بل ځای ولېږدي.
دا ډرون له ځمکې ۱۷ فټه پورته الوتلای او په ساعت کې ۷۰۰ کیلومټره سفر کولای شي.

تر ټولو جالبه یې لا دا چې دې ډرون ته د الوتکې د لومړي شکل ډېزاین ورکړل شوی او د ۱۹۰۳ مېلادي کال د اورویل او ویلبر وروڼو یاد در تازه کولای شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply