د سمسونګ موبايلونو يو نوی جنجال هم را برسېره شو

0 757

د کلګسي نوټ۷۷ موبايلونو یوه لويه ستونزه د بېټریو وه چې مقاومت یې لږ او کله کله یې د چاودېدو خبرونه هم ورکړل شوي وو او بيا يو وخت سموسنګ له دې امله بښنه هم وغوښته.

اوس تازه شکایت له ګلکسي نوټ۸ څخه دی چې بېټرۍ یې سم چارج نه ذخیره کوي او کله کله خو ان چارج هم نه اخلي.
سمسونګ کمپني وايي، د خپلو مشتریانو له دې شکایتونو خبره شوې او ژر به په دې اړه خپل نظر روښانه کړي.

دې کمپنۍ دا هم ویلي چې یو شمېر مستند شکایتونه یې داسې هم تر لاسه کړي چې کله ګلکسي نوټ۸ چارج خلاص کړي او ټلېفون بند شي، بیا نه روښانه کېږي او چارج هم نه اخلي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply