روباټ چې د انا مینه مو در ماتوي

0 498

د اناګانو په اړه خورا مشهور ده چې پر لمسیانو زیات پام کوي، پرې زهیرې وي او هر ځای پرې مهرباني کوي.
مګر ډېر ژر يې موږ له مینې بې برخې کېږو، خو تاسې اوس اندېښنه مه کوئ، ټیکنالوجي داسې مخکې روانه ده چې اناګانې به که مري، ځای ناستي يې ژوندي پاتې کېږي.

کیسه داسې ده چې امریکايي ساینس‌پوهانو داسې یو روباټ جوړ کړی چې د انا مینه غوندې در کوي او هماغسې زړې زړې کیسې درته کوي.
دا روباټ یوازې کیسې نه کوي، بلکې له ماشومانو سره د ریاضي په مضمون کې مرسته کوي او همدا ډول یو شمېر خوږې خوږې سندرې هم درته وايي.

د دې روباټ نوم بډي دی او په ځانګړي ډول د ماشومانو له‌پاره جوړ شوی چې بیه یې ۱۵۵۰ امریکايي ډالر ده.

 

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply