د «اله‌دین» فلم پاکستان کې وړاندې کېږي

0 699

د هالیووډ «اله‌دین» فلم چې د ایډوینچر په ژانر جوړ شوی، مسوولینو یې پرېکړه کړې چې په پاکستان کې به يې هم پر سېنماوو نندارې ته وړاندې کړي.
د ډزني فلمونو مینه‌والو ته سږ کال له ساعتېرې ډک و، ځکه ډزني سږ کال خپلو مینه‌والو ته تر دې مهاله‌ درې غټ فلمونه «کیپټن مارول»، «ډمبو» او «ایوینجر اینډ ګيم» وړاندې کړل، خو اوس یې د ماشومانو د خوښې کردار فلم «اله‌دین» وړاندې کړی دی.
دا فلم به په پاکستان کې په ۲۴ د می نندارې ته وړاندې شي.
د دې پخواني انیمېټيډ فلم په نوې بڼه کې مرکزي رول نامتو اداکار ول سمتهـ ادا کړی، د هیرو اله‌دین تمثیل مینا مسعود، د هیروینې جېسمین تمثیل ناومي سکاټ او د بدمعاش جعفر پر ځای مارون کینزاري ادا کړی دی.

Leave A Reply