عالیه بهټ استاده هم شوه

0 364

په هندي سېنما کې شهرت پیدا کول د کلونو او خورا زیات زیار خبره ده، خو د دې سېنما وتلې ستورې عالیه بهټ دا مزل په ډېر لږ وخت کې وواهه او ځان یې ډېر مشهور کړ.
هغې په وروستیو څو فلمونو کې د ښه تمثیل له کبله د ټولو خلکو پام ځان ته را واړاوه او په کمه موده کې یې ډېر زیات مینه‌وال پیدا کړل.
اوس یوه پاکستانۍ اداکاره هانیه عامر وايي، د ډېر فلمونو پر مهال یې له عالیه بهټ نه لکه د خپلې استادې په څېر مشوره اخيستې او ډېر څه یې ترې زده‌ کړي دي چې له همدې کبله ترې منندويه هم ده.
هانیه عامر له رسنیو سره په مرکه کې ویلي، هر وخت چې يې له عالیه بهټ سره ليدنه شوې ډېر څه یې ترې زده کړي او په هر ځل ليدلو یې داسې احساس کړی لکه سپوږمۍ ته چې يې سفر کړی وي.

Leave A Reply