د ایوب غږ – د مینانو د زړه اواز او یوه ارامتیا

پوهندوی آصف بهاند

1,241

 

د ایوب غږ

د مینانو د زړه اواز او یوه ارامتیا

(د استاد ایوب مړینه)

تـر څو بـه پـه چـل ول باندې قدم راسره ږدې

لاسـونــه پــه درغـــو پـــه قـسـم راسـره ږدې

 

اخر به دې د سپینې خولې په تمه، تمه مړ شم

چې شرط یې تـحـمل د درد و غم راسره ږدې

 

وفا دې چې پر ما کمین پېرزو نه ده نو څه له

وعـدې مـنـځ کې د لـوح و د قـلـم راسره ږدې

 

  

ایوب یو نوم و، یو ژوند و، یوه زمانه وه، یو داسې سندریز شور و چې په زړه پیمانه کې یې د ژوند رنګیني ویشله، د ژوند رنګیني یې وړاندې کړه.

د سندرو دا ساقي په هر چا لورېده، په هر چا یې لوریینه وه، د سندرو دې ساقي د پښتو موسیقۍ رنګ بدل کړ او په داسې یوه مسته نشه یې رګونه ونڅول چې هغه د پند و ژوند خبرې په خوند کې راولي

(لعل پاچا ازمون)

ویل کېـږي چې د پښتو موسیقۍ یوه بې جوړې څانگه نور له موږ سره نه شته، د ځانگړي سبک خاوند سندرغاړی استاد ایوب له موږ څخه لار بېله کړه، خو هنر او سندرې به یې لکه نه زړېدونکې با ثمره ونه تل له خلکو سره وي او تل به خلکو ته خوښي او د وطنپالنې احساس وربښي.

د استاد ایوب د مړینې خبر یو ځل مخکې هم خپور شوی و، د استار ایوب د مړینې ناسم خبر د ۲۰۲۱ کال د مارچ پر اولسمه خپور شو، شېبه وروسته ناسم وخوت؛ خو دا ځل سم وخوت او د ډېرو اورېدونکو د خوښې وړ غږ یې ودراوه. د استاد ایوب د مړینې خبر په میډیا کې داسې خپور شو:

بي بي سي پښتو:

 

«…  سندرغاړی ايوب استاد چې له نژدې یوې لسيزې راهيسې ناروغ و، نن سې شنبه یې په جلال اباد کې د ۹۵ کالو په عمر د ژوند پور پرې کړ…»

 تاند:

«مشهور افغان سندرغاړى “استاد ايوب” ومړ،

تاند(سه‌شنبه، اسد5) -د‌ هېواد‌ وتلي سندرغاړی استاد‌يوب له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

استاد ايوب له ډیرې مودې راهیسی د ناروغۍ پر بستر پروت و چې په شاواخوا نوي کلنۍ کې يې د‌ژوند پور پرې کړ.

نوموړي له څه باندې شپږو لسيزو راهيسې د‌‌ موسيقۍ په برخه کې فعاليت درلود او د ډيرو تلپاتو سندرو د ويلو ترڅنګ يې ګڼ شاګردان  هم روزلي دي…»

باختر اژانس:

«کابل / د زمري ۵ مه / باختر

د خوږې حنجرې څښتن ایوب استاد چې له اوږدې مودې راهیسې د ناروغۍ پر بستر پروت و، نن یې له فاني نړۍ سترګې پټې کړې…»

اطلاعات روز:

«د پښتو ژبې مشهور سندرغاړی ایوب استاد ومړ

اسد ۵, ۱۴۰۰

اطلاعات روز: د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د مشهور سندرغاړي ایوب استاد د مړینې خبر ورکوي.

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رییس رحیم الله خوګیاڼي نن (سه‌شنبه، ۵ د زمري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته د استاد ایوب مړینه تایید کړه او ویې ویل، چې ایوب استاد له څو کلونو راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت و چې نن یې د ژوند پور ادا او له دې نړۍ سترګې پټې کړې.»

د ایوب غږ داسې څه نغښتي وو، چې د ایوب د غږ مینوال یې په یوه لنډه شېبه کې داسې ځایونو ته بېول چې چا یې فکر هم نه شو کولای. پر استاد ایوب باندې خدایتعالی داسې سحرگر غږ لورولی و او داسې هستي یې ورکړې وه، چې د نړۍ په شا و خوا کې به له لږو اشخاصو سره داسې هستي موجوده وه.

د ملنگ جان د وطن غوښتنې، وطنپالنې او انساني مینې غږ په ریښتیني ډول د دوو سندر غاړو له ستونو څخه بیا، بیا اورېدل شوی دی:

ــ استاد اولمیر،

ــ استاد ایوب.

استاد ایوب له اوس (۱۴۰۰ ل کال) نه پنځه نوي کاله وړاندې د ننگرهار ولایت د سرخرود ولسوالۍ په «نغرک» نومي کلي کې زېږېدلی دی، پلار یې یعقوب نومېده، پلار یې هم د خپل وخت د غزل وتلی او مشهور سندرغاړی و.

استاد ایوب دیارلس کلن و چې د سندرو ویلو دایرې ته ورننوت او د خپل هنرمن پلار د هنر په سیوري کې یې د هنر په بڼ کې وزر وهل پیل کړل.

استاد ایوب د امین ملنگ (ملنگ جان) په مرسته او لارښونه خپل پل د کابل رادیو په انگړ کې کېښود او په دې ډول د استاد ایوب په هنري ژوند کې یو نوی باب پرانستل شو. د رایو افغانستان نه د استاد ایوب خپرې شوې سندرې د دې گواهي ورکوي چې ده د خپلو سندرو له پاره د ملنگ جان، طاهر بینا او  برکت الله کمین شعرونه ډېر انتخاب کړي دي.

ایوب د افغانستان د موسیقۍ یوه لویه هستي وه، لکه څنگه چې موږ د خپلو نورو شتمنیو په قدر نه پوهېـږو، دغسې د خپلو هنري شتمنیو درناوی هم په خپل وخت نه کوو، خو چې څنگه مو له لاسه ووت، بیا نو…

د ایوب د غږ په څپو کې به چې کله د ملنگ جان شعر زمزمه شو، ټولو خلکو، په تـېـره ځوانانو ته به یې د وطن دوستۍ عجیب احساس پیدا کاوه. د مشهورو سندرو څو بېلگې یې دا دي:

ــ اې عشقه نامراده، تا څه په غمو سرکړم،

ــ گوره چې خندا کوې په ستركو کې،

ــ لیونۍ مینې کړم اشنا له بیابانه سره،

ــ وخت مازدیگر دی،

ــ یو پلو مې یار لونگین مې په دا بل پلو،

ــ خاونده بیا زما په یاد مخ د جانان راغی،

د استاد ایوب د سندرو ویلو سبک یو منحصر په فرد سبک دی چې کېدای شي «ایوبي سبک» ورته ووایو، ده د چا تقلید ونه کړ، خو ډېرو نورو سندرغاړو د ده پر پل قدمونه کېښودل، د ده په انداز یې سندرې زمزمه کړې، خو د ایوب د هنر هېڅ پوړۍ ته هم ونرسېدل.

د استاد ایوب غږ او هنر د خلکو په منځ کې یو منلی غږ او هنر دی، ایوب وکولای شول چې د خپلو سندرو له لارې د خلکو په منځ کې د مینې کر وکړي، د وطنپالنې زړی وشیندي او دا لړلۍ همدا اوس هم روانه ده.

د استاد ایوب د مړینې په پار د خواشینۍ څو پیامونه:

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت:

«د هېواد د نامتو سندرغاړي استاد ایوب پر مړینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ پیغام،

کابل/ د زمري ۵مه/ باختر،

په ډېرې خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړچې د هېواد نامتو سندرغاړي استاد ایوب د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.

استاد ایوب د ژوند ډېر کلونه د خپل ولس په هنري چوپړ کې تېر کړل، خوږ آواز یې لاره او د ژوند، مینې او سولې سندرې یې وویلې. په سندرو کې د ځانګړي سبک خاوند و او خلکو په ډېره مینه د هغه سندرې اورېدې او ورته ګران و. ” ای عشقه نامراده تا څه په غمو سر کړم” او” لیونۍ مینې کړم آشنا له بیابانه سره ” د استاد ایوب مشهورې سندرې دي چې تر اوسه د هنرموسیقۍ د مینه والو په غوږونو کې انګازې کوي. د هېواد ګڼو هنرمندانو د ده سندرې بیا بیا ویلي دي.

استاد ایوب له اوږدې مودې راهیسې ناجوړه و. د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تل د ده احوال پوښت او تر ممکنه بریده یې ورسره مرسته کوله. نن مو د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست ته دنده سپارلې ده چې د استاد ایوب د تکفین او تدفین مراسم په ښه توګه تنظیم کړي او په دې برخه کې بشپړه همکاري وکړي.

د استاد ایوب مړینه په موسیقۍ هنر کې لویه ضایعه ده. ارواښاد ته د فردوس جنت، د ده کورنۍ، خپلوانو، مینه والو او د هېواد ټولو هنرمندانو ته د صبر او زغم هیله کوو.»

ډاکتر لطیف یاد:

«چې په ژوندون دې وفا نکړه

اوس مې سپېرو خاورو ته مه نیسه لاسونه

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې دپښتو ژبې نامتو هنرمند استاد ایوب چې څه دپاسه شپېته کلونه یې پښتو موسیقي ته چوپړ وکړ له دې نیمګړې نړۍ نه خداي پاماني وکړه.

استاد ایوب خوږ غږدرلود او زیاتره یې دپښتو ژبې دملي شاعر ارواښادملنګ جان ،ارواښاد برکت الله کمین ،شهید سېلاب سا پي او دننګرهار. کونړ او لغمان دشاعرانه سیمو دنورو تکړه شاعرانو شعرونه زمزمه کړي دي…»

منتقد شاعر اسماعیل اړم پتیار د ایوب استاد میړنې ته دا مرثیه ډوله شعر لیکلی دی:

د ایوب استاد په مرګ مې زړه خزان شو

نن مې بیا په اوښو لوند د غـم ګریوان شو

د سنــدرو پــه ښـاستـه بــڼ خــزان راغی

د بـلـل پـشـان مې مـړ ښـه آوازخـوان شو

بــیــا بــه داسـې حـنـجره او آواز نــه وي

د هـنـر پــه بــڼ کې ګـډ د غـم طـوفان شو

رژيـــدلی د سنــــدرو ښــایـستــه ګــل دی

رالــویــدلی پــرې نــن تـندر له آسمان شو

اوښکې ستـرګو نه بهیـږې زړه مې ژاړې

پـه غـمـونـو کې مـې دا یـو بـل خپګان شو

نــن ښــایـسـتـه بـلـبـل مــړ شوی د سنـدرو

خــپــه هــرچـیـرتــه اړمـه پـرې افغان شو

اسماعیل اړم پتیار

۲۹/ ۷/ ۲۰۲۱ ع م

ملبورن استرالیا

زموږ ټول فرهنگیان په ټولنه او خلکو کې خپل وزن او ارزښت لري چې باید قدر یې وشي. استاد ایوب ته چې د توصیف هر توری وکارول شي، ارزښت یې لري. استاد ایوب د خواخوږۍ د کرښو په لړ کې ځینو قلموالو څنگه چې اړینه وه په ښو یاد کړ او په خپلو ښکلو کلمو او لغاتو سره یې د ده د رنگین هنر یو رنگین انځور لوستونکو ته وړاندې کړ. د همدې لیکنو په لړ کې پوهاند ډوکتور لال پاچا ازمون د یوې مغتنمې مقالې (سندریز لړ وشلېد) په ترڅ کې د استاد ایوب د هنري شخصیت او د ده د هنر د څرنگوالي او پر ټولنه او خلکو یې د تاثیر په باب داسې ولیکل:

«د سندرو له هاره یوه مرغلره پرېوته، یوه داسې مرغلره چې کلونه، کلونه یې د پښتنو دېرې، هوجرې، ښادۍ او خوشالۍ په خپل راڼه، سندریز یاقربان، یک هزار او سندریز شور رڼې کړې، د دغې ارزښمنې مرغلرې به راڼه غږ کې ژوند و، د ژوند انځور یې خلکو ته وړاندې کاوه، په سندرو یې خلک ژوند ته رابلل، د سندرو په ژبه یې خلکو ته د پند، عبرت او زده کړې کیسې کولې.

دې مرغلرې په خپل خوږ غږ د سیمې غرونه سندریز کړل، هر څوک به دده د سندرو راڼه شور ته ناست وو، د خلکو په زړونو کې یې ولولې او د ژوند څپې وغځولې، نن د سندرو دغه شور مړاوی شو، ډېره ګرانه ده چې بیا ننګرهار پاڅي او محمد ایوب وزېږوي، هغه ایوب چې د ژوند سندره یې په سندریز شور کې رنګینه کړه، له اوږدو، زړو، تخیلي او مذهبی کیسو یې ورو، ورو خلک د ژوند سندریز شور ته راوبلل، په خپلو سندرو یې زړه زمانه په نوي رنګ کې ونڅوله، په زړه پیمانه کې یې د ژوند نوې نشه وړاندې کړه، دا داسې سندریز ساقي و چې دده د سندرو په نشه کې د ژوند خوند، رنګ او پند پروت و.

د سندرو دا ساقي په هر چا لورېده، په هر چا یې لوریینه وه، د سندرو دې ساقي د پښتو موسیقۍ رنګ بدل کړ او په داسې یوه مسته نشه یې رګونه ونڅول چې هغه د پند و ژوند خبرې په خوند کې راولي او د هر پښتون په رګونو کې د ژوند ولولې او جذبې ژوندۍ کړي.

ایوب یو نوم و، یو ژوند و، یوه زمانه وه، یو داسې سندریز شور و چې په زړه پیمانه کې یې د ژوند رنګیني ویشله، د ژوند رنګیني یې وړاندې کړه.

ایوب د یوې داسې زمانې سندریز شور دی چې دنیا د نوې موسیقۍ په سندریز ټال زانګي، ایوب په خپل نالوستي فکر او ذهن پښتو موسیقي د دنیا سیاله ګرځوي، د ایوب په ستوني کې هاغه سندریز شور پروت دی چې له زړه راوځي، له زړه غږېږي، له زړه نه د خپلې ژبې، قوم او هنر سره مینه لري، هنر ارزانه نه پلوري، هنر د ژوند پانګه بولي او د ژوند دغه پانګه د دنیا تر بازارونو رسوي…»

څنگه چې مخکې وویل شول، زموږ په ټولنه کې د فرهنگیانو درناوی دومره چې ښايي، نه کېـږي، تر ټولو خوار او بیوزلي خلک مو لیکوالان، شاعران او سندرغاړي دي، د یوویشتمې پېـړۍ په یوویشتم کال کې هم له ځینو خولو نه د موسیقۍ په برخه کې دا غږونه اورېدل کېږي چې:

«موسیقي حرامه ده او…»

استاد ایوب له تنگۍ ځوانۍ نه راپيل، بیا د خپل هنري ژوند په ټوله موده کې د خپل غږ او موسیقۍ په وسیله د خپلو خلکو د زړونو د خوشالولو، ارامتیا او وطنپالنې د حس پیاوړتیا له پاره هڅې وکړې او په دې لار کې یې د ځوانۍ او صحت خزانه له لاسه ورکړه، دومره چې اړینه وه قدر او درناوی یې ونه شو او زموږ د ټولنې او کلتور منفي غږونو، د خدمت په مقابل کې یو موټی گونځې موجود ورنه جوړ کړ:

ده خلکو او ټولنې ته څه ډالۍ ورکړې او د روزگار ناخوالو له ده څه جوړ کړ.

د استاد ایوب اروح دې ښاده وي،

 د سندرو شور یې تلپاتې غواړم!

Comments are closed.