د ایشواریا بخت کار کړی

0 740

د بچن کورنۍ نازولې نږور چې یو وخت د سلمان خان د زړه دنیا پرې ودانه وه او اوس د ابيشک بچن مېرمن ده، له ډول ډول خطرونو وتلې ده.
نن یې په سرخط کې له یوې نوې کیسې خبر شئ.

د هغې پخواني مدیر سیمون شیفلیډ رسنیو ته ویلي، ایشواریا توانېدلې چې د هالیووډ د مشهور فلم جوړوونکي واین‌اسټین له جنسي توطیو په ځلونو ځان وساتي.
شیفلیډ لیکي، په ځلونو اسټین کوښښ وکړ چې له ایشورایا سره يوازې وګوري، خو دی به ورسره و، ان تر دې چې یوه ورځ یې له ده وغوښتل چې له دفتر څخه د باندې دې پاتې شي، ځکه دی له ایشواریا سره يوازې کار لري، مګر ده د ایشواریا څنګ پرې نه ښود.

پر واین اسټین اوس هم تور دی چې د بالیووډ پر ډېرو ښکليو یې بستر ښکلی وي او توانېدلی چې په ډېر ماهرانه شکل یې تېر باسي، خو له دې ټولو ور هاخوا بیا ایشواریا له هغه ځان ساتلی دی.
پر اسټین حتا انجلینا جولي هم نیوکه کړې چې غوښتل یې دا استعمال کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply