زایره وسیم ځان د تقدير اسيره بولي

0 1,291

که مو د عامر خان دنګل او یا هم سیکریټ سپرسټار فلمونه لیدلي وي، بیا به له زایره وسیم سره حتما اشنا یاست.
دا هغه نجلۍ ده چې په دنګل فلم کې د پهلوانۍ نړیواله اتله شي او په سیکریټ سپر سټار فلم کې بیا له کورنۍ پټې سندرې وايي، مګر په اخېر کې تر ټولو مشهوره هنرمنده جوړه شي.

هو! همدا زایره وسیم نومېږي او مسلمانه ده. زایره وسیم له خپلو پرله‌پسې بریاوو وروسته له رسنیو سره په تازه خبرو کې ویلي، خیال‌پلوونه نه وهي او پر تقدیر پوره ایمان لري.

زایره وسیم وايي، د عامر خان ډېر احترام کوي، په دې سل پر سله ډاډه ده چې د بریا تر شا یې د هغه لاس دی، مګر خپل تقدیر هم ډېر څه ورته کړي دي.
هغې د خپلې ۱۷مې کالیزې د نمانځنې پر مهال چې عامر خان هم په‌کې ګډون کړی و، ویلي، هغه څه چې تقدیر کوي، هيڅوک یې د بدلون وس نه لري.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply