کمار سانو مرور دی

0 522

که له هندي فلمونو او یا هم موسیقي سره مینه لرئ، نو بیا حتما کمارسانو پېژنئ، خو پوهېږئ دا نوموتی سندرغاړی اوس له بالیووډ څخه سخت ګیله‌من دی.

کمارسانو له هندي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، یو مهال یې ټول هند د غږ د اورېدو تږی و او ترې به هر مهال غوښتنه کېده چې فلم ته سندرې ووايي، خو اوس یې څوک په کیسه کې هم نه دي.

کمار وايي، په بالیووډ کې اوس داسې خلک سندرې وايي او غږ یې چلېږي چې دی پرې شرمېږي او د غږ اورېدل یې ورته د زغم وړ نه دی.

هغه زیاتوي، هغه بالیووډ چې د موسیقي طرز یې نړۍ ګوته په غاښ کړې وه، ولې اوس د داسې کسانو د غږونو کوربه دی چې پر غږ یې خلک وشرمېږي؟

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply