امیتاب بچن وايي، ګناه‌کار نه دی

0 602

د بالیووډ شهنشاه چې لا یې هم د هنر مینه‌وال د هغه لیدو ته تږي دي، اوس له ځينو تورونو تر پوزې راغلی دی.
پر ۷۵۵ کلن امیتاب بچن تور لګېدلی چې په پاناما پیپرز کې یې د جایدادونو، تعمیرونو او نورو ملکیتونو اړوند د فساد اسناد خپاره شوي.

که څه هم بچن د دې تورونو په اړه چوپ و او څه یې نه ویل، خو ښکاري چې اوس نو له دې تورونو نور په تنګ راغلی.

امیتاب ویلي، غواړي ارام ژوند وکړي او هغه څه يې ذهن ناارام نه کړي چې نه یې کړي او نه یې هم فکر کولای شي.

امیتاب ویلي، له دې تورونو نور سخت تنګ شوی دی او د ژوند په دې مرحله کې یوازې په دې لټه دی چې څه ډول وشي کړای ارام ژوند وکړي، مګر بیا هم نه پرېښوول کېږي.

هغه د خپل بلاګ په اخېر کې یوازې د سکوت کلمه لیکلي او بس!

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply