تندلارو د راکي ساونت پر سر هم بيه کېښوده

0 799

د لیلا بهنسالي له پدوماتي فلم څخه رښتیا هم د بسوګۍ واده جوړ شو.
تر تېرې څه مودې پورې به مو د دغه فلم په اړه په سرخط کې لوستل چې چارې يې ولاړې دي او پر مخ نه ځي، خو اوس پرله پسې د دغه فلم په اړه داسې خبرونه خپرېږي چې په‌کې د فلم د لوبغاړو ژوند ګواښل شوی وي.

وروسته له هغه چې هندي سخت دریځو د دپیکا او لیلابهنسالي د سر بیه ۱۰ کروړه وټاکله، راکي ساونت د هغوی په ننګ توره وتړله، خو لا یې خوله نه وه پرانیستې چې هندي سخت دریځو یې د سر بیه وټاکله.

راکي وروسته له هغه له ګواښونو سره مخ شوه چې ویې ویل، دا فلم د چا پلار هم له خپرېدو نه شي بندولای او دا به یې د سر په بیه دفاع وکړي.
راکي هندی حکومت هم تورن کړ چې تاوتریخوالي ته لمن ووهي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply