دپیکا شاهد کپور ته غاښ چيچلي

0 682

د پدوماتي فلم لا لیدو ته نه دی وړاندې شوی، خو په سخت دریځو سربېره خپله یې کارکوونکیو یو بل ته مورچلې نیولي.
تازه خبر دا دی چې د رنویر سنګ د زړه ملکه او د شاهد کپور نږدې ملګرې دپیکا پاډوکان ویلي، زړه یې دی چې له سنجي لیلابهنسالي سره واده وکړي، خو رنویر سنګ وډبوي او شاهد کپور مړ کړي.

دپیکا له سلمان خان سره په بیګ باس۱۱ خپرونه کې د دې پوښتنې په ځواب کې چې که چېرې شاهد کپور، رنویر سنګ او لیلابهنسالي ورته وړاندیز شي او ترې وغوښتل چې یو مړ کړي، له یوه سره جګړه وکړي او له بل سره واده، څوک به وټاکي؟

دپیکا بې له دې چې فکر وکړي، سم‌ له واره وویل، شاهد کپور به ووژني، له رنویر سره جګړه کوي او بهنسالي به د خپل ژوند ملګری جوړ کړي.
خو دپیکا په دې اړه له نور څه ویلو ډډه وکړه او سلمان خان ته يې وویل، مخکې ځه او پوښتنې کوه.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply