دپيکا وايي، بې رنويره يې نه کېږي

0 649

د عاشقانو ډېرې کيسې به مو اورېدلې وي، څوک په چا پسې ځان وژني، څوک د چا له‌پاره غرونه سوري کوي، څوک په چا پسې لېوني شي، همداسې حالت اوس د هندي سېنما په ښايستوکې فلمي ستورې دپيکا پاډوکان هم راغلی دی.

دپيکا له يوې هندۍ ټلوېزيوني شبکې سره د خبرو پر مهال ويلي دي چې رنوير سينګ ورسره وي، نو داسې فکر کوي چې هر څه ورسره دي او په نړۍ کې تر رنوير بهتر ورته هيڅوک او هيڅ هم نه ښکاري.

دې ويلي دي چې کله يوازې او له رنويره بېله وي، بيا نو اسمان کښته او ځمکه ورباندې لوړه وي او ارام نه ورځي.
ګورو به چې د دې لېونتوب پايله څه راوځي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply