د پنځو لويو وچو د نجونو له منځه دا اغلې انتخاب شوې

0 591

په فلمي نړۍ کې اوس تر ټولو سخت کار دا بلل کېږي چې باید د هر ډول رول لوبولو له‌پاره هماغه ډول څېره پیدا شي.
د هالیووډ د یوه فلم د مرکزې رول له‌پاره د همداسې یوې ستورې لټه وه چې بالاخره د پنځو لویو وچو له‌منځه همداسې یوه نجلۍ وټاکل شوه.

د ډزني فلم جوړونکې کمپنۍ غواړي چې د ۱۹۹۸ مېلادي کال اړوند د چینايي پېښو په اړه یو فلم جوړ کړي، خو د دې فلم د مرکزي رول د لوبولو له‌پاره د نجلۍ ټاکنه ډېره سخته وه.

بالاخره له ټولې نړۍ زر نجونې غوره شوې چې یوه په‌کې وټاکل شي او بالاخره چینايي الاصله امریکايي ۳۰ کلنه لیویفاي د دې فلم د مرکزي رول له‌پاره وټاکل شوه.
ډزني سټوډیو وايي، ټاکنه یې پر ځای ده او داسې فلم به نندارې ته وړاندې کړي چې نړۍ ګوته په غاښ کړي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply