زاهد صمدزی/ د احمد شاه بابا فلم؛ د افغاني تاريخ مخ نوکارې کېږي

0 1,432

پر بابا جوړېدونکی فلم به هم د «پدماوتي» هغه په برخلیک اخته شي، خو زیان به بیا هم موږ کړی وي.
تازه په کرسمس «۲۰۱۸۸» کې د «پدماوتي» فلم نندارې ته وړاندې کېده. دا فلم سنجی لیلابهنسالی جوړ کړی. د خو او ځنډېدو ټکي یې د کرني‌سینا چې د هند د راجپوتانو سیاسي غورځنګ دی، کیسه مظاهرو او اخ و ډب ته کړه. دوی وایي چې زموږ ایډیاله راني‌پډماوټي له سلطان علاوالدین غلجي/خلجي سره مینه نه درلوده او نه یې ورسره وخت تېر کړی. دوی غلجی یو ډارن او ظالم انسان بولي.

د سلطان د ټیټ ښوولو له‌پاره هنديان او مذهبي لیکوال پر هغه د همجنسبازي تور هم لګوي او وایي چې له خپل غلام کافور سره یې اړیکه درلوده. له بي‌بي‌سي سره په هند کې د مغولو د واکمنۍ په هکله مشهور تاریخ‌پوه هربنس مکیا ویلي، د غلامانو تر ټولو لویه ځانګړنه د هغوی مېړانه وه چې هغه څومره زړه‌‌ور سرتېري او څومره ژمن دي او کافور دا دواړه درلودې. نه کافور همجنس خوښی و او نه هم غلجي له هغه سره جسمي اړیکه لرله.

اوس بهنسالي په زغرده کرني‌سینا ته ناري وهي چې ما د هندو مذهب ټول ارزښتونه ساتلي او پر مقابل لوري مې تپلي، خو بیا هم دا ډله نه ارامېږي.
که څه هم تاریخونه ليکي چې علاوالدین په هند کې د اداري چوکاټونو جوړ کړل. د عیاشي له کبله د مخکېنیو خالي خزانه یې ډکه کړه. هندوستان ته یې یو مضبوط پوځ ورکړ. د نرخونو کنټرول، د وزن د اجزاوو تعینول، منظم ټکس، منظمه سوداګري او ډېر نور کارونه یې وکړل. هند ته یې د پرمختګ او په ځان بسیا کېدو هیله ورکړه، خو دې ټولو شیانو ته په فلم کې اشاره نه‌شته. بلکې یوازې له پډوماټي د ماتې او له کافور سره پر اړیکه یې تمرکز شوی دی.

بل پلو تازه اوازه ده چې د احمدشاه بابا د امپراتوري پر اړخونو د کیسه را ټوله شوې او ژر به فلمي ډول تیاره شي. یانې دا فلم هم له افغانانو سره په تړاو کیسه ده. د فلم له‌پاره لوبغاړي لا تر اوسه نهایي شوي نه دي، خو که چېرې سنجدت چې تل یوه جنجالي څېره وه، د احمد شاه ابدالي په رول ولوبېږي، له پیله هڅه دا ده چې د ابدالي له شخصیت سره سنجي دت پرتله شي، د فلم تیارونکي «اشیتوش‌ګواریکر» ښایي ځکه سنجیدت غوره کړی وي چې سر له اوسه هندو سخت‌دریځو مراټیانو ته دا په نظر ورکړي چې موږ هڅه کوو، ابدالي د پاني‌پت اتل معرفي نه کړو.
بالییوډ په دې لسیزه کې هڅه کړې چې په نوښتونو سره پر تاریخي پېښو او د ځینو کسانو پر ژوند فلمونه جوړ کړي، خو له پرمختګونو او ننګونو سره هم مخ شوی دی.

د احمدشاه بابا پر پاني‌پت جګړې دا جوړېدونکی فلم دوه اړخونه لري چې یو یې په هند یا ځانګړي ډول د مراټیانو لیدلوری دی او بل پلو افغانستان دی چې چوپه خوله بهتره ګڼي.
پاني‌پت د هندوستان د «هریاڼه» صوبې یو مهم ښار دی چې د تاریخ څو د برخليک جګړې پکې شوې دي. د غلې سوداګرۍ یو مهم مرکز او د مشهور شاعر او نقاد الطاف حسین حالي «۱۸۵۷-۱۹۱۴م» د زوکړي ځای دی.
لومړی به د پاني‌پت د دې جګړې اړخونه، علتونه او پایلې د دواړو خواوو تر منځ بېل لیکلی تاریخ او لیدلوری لري، لږ را وسپړو.

افغان تاریخ د احمدشاه بابا د پانی پت د درېیمې جګړې په اړه لیکي؛
«په ۱۱۷۰/۱۷۵۸۸ کال کې په پنجاب کې نوي فیتنې پیدا سوې، سیکان هم په پنجاب کي قوت وموند او د لویدیځ له خوا هم د مرهټه لویو قوتو د ډهلي پاچا گواښله او پنجاب یې هم ونیو، دا مهال د هند اسلامي او د ډهلي امیرانو احمد شاه راوباله چې د هند د اسلامي پاچاهي د ساتلو او ژغورلو لپاره هند ته راسي، امام الهند شاه ولی الله دهلوي هم د احمد شاه بابا حضور ته لیکونه واستول او دی یې هند ته وباله، ځکه نو احمد شاه بابا له کندهاره په ۱۱۷۱ ه کال د بلوڅو کلات ته د دیرشو زرو عسکرو سره ولاړ او هلته لس زره بلوڅ عسکر هم ورسره سول. مرهټیانو هم د پخواني وزیر غازي الدین په مشرۍ پاڅون وکړ او په پای کې ډیلي ونیول شو. راجپوتان هم د جگړې ډگر ته راننوتل، ادینه بیگ او ورسره ټولو یاغیانو گڼ شمیر افغانان ووژل. مرهټیانو نو په داسې حال کې پر افغانانو برید وکړ چې د دوه سوه زرو په شاوخوا کې جنگیالي ورسره ملگري ول. شهزاده تیمور او سردار جانخان له لاهور نه په شا شول او ځانونه یې اټک ته راورسول. دغو پیښو په نصیر خان هم اغیزه وکړه او د بلوچستان خپلواکي یې اعلان کړه.

احمد شاه د هیواد صدراعظم شاه ولي خان بلوچستان ته ولیږه او دی ورپسې ولاړ. نصیر خان عذر وکړ او خپله لور یې احمد خان ته ورکړه. ابدالی احمد شاه له دې وروسته کندهار ته راغی او په ۶۱-۱۷۶۰ کال کې د بولان له لارې سیند او بیا د پیښور په لور وخوځید او له هغه ځایه تیمور او جان خان هم ورسره مل شول. کله چې احمد شاه درانی سیمی ته ورسید په دغه وخت کې د ده د غلیمانو درې ځایه ځواکونه د تیارسۍ په حال کې ول. خو افغان واکمن په “سهارنپور” کې نجیب الدوله او د روهیله نور سرداران لکه سوراله خان، حافظ رحمت خان، عنایت خان، قطب خان او نور له ځان سره ملگري کړل او د څلویښت زرو پوځونو په ځواک مخ په ډیلي روان شو. له خونړیو جنگونو وروسته سندیان او راجپوتان تسلیم شول او دی ډیلي ته ننووت. خو مرهټه له هندوانو او راجپوتانو سره په گډه یو پیاوړی ځواک جوړ کړ.
احمد شاه بابا له خپلو جنگیالیو سره ځان پاني پت ته ور ورساوه، او بیا یې خپل ځواکونه داسې ځای په ځای کړل چې د سیالو ځواکونو هغه لارې بندې کړي چې ورته د خوړو او نورو مرستو توکي رسیدل.

جگړه د ۱۷۶۱ زیږدیز کال د جولای په ۱۶ نیټه د پاني پت په میدان کې ونښته او تر درې میاشتو اوږده شوه. دواړو لورو ته درانه زیانونه واوښتل. د سر له زیانه سربېره یوازې ۲۲۰۰۰ مرهټه سرتېري ونیول شول، ۵۰۰ پیلان ،زرگونه اوښان، پنځوس زره اسان او ۲۰۰ زره غوایان د احمد شاه ابدالی پوځ ته په لاس ورغلل.
له دی پرته احمدشاه بابا بیا هم هند ته سفر کړی دی خو د پاني پت جگړه ټاکونکې وه او په دغه جگړه کې ښایې چې افغانانو له ۱۰ څخه تر د ۱۵ زرو په شاوخوا کې جنگیالي له لاسه ورکړي وي.

د پاني پت جگړه د لسو لکو مرهټیانو او هندوانو سره وه، او پدی جگړه کې د دښمن دوه لکه کسان تر تیغ تیر کړل.
د ( ۱۷۶۰۰ ز) کال د څلورمې (جمادی الاخری) په شپږمه نیټه یې لویه سوبه (فتح) په برخه سوه، چې ددې ستري غزا جنگي ولجې او غنایم ۵۰ زره آسونه، دوه لکه غوایې، پنځه سوه پیلان، څو زره اوښان او ۲۲ زره بندیان لاس ته ورغلل خو وروسته یې ټول وبخښل.
حبیبي، عبدالحی، د افغانستان لنډ تاریخ ۱۳۸۲، ۲۸۴۴»

اردو ويکيپيډیا بیا لږ په بدل اندازه دا موضوع بیانوي؛
«دا جګړه د افغانستان د پاچا احمد شاه ابدالي او د مراټیانو د سداشو راؤ بھاؤ تر منځ په کال ۱۷۶۱۱م کې وشوه. مراټیان هندو مذهبه او متعصب، وحشي او جنګیالي دي چې له مسلمانانو سره په دښمني کې ثاني نه لري. د دوی د سرټیټولو له‌پاره مغول پاچا اورنګزېب ۲۵ کاله جګړه تنظیم کړه، که څه هم زور یې ور وایست، خو ختم یې نه کړل. مغل شهزاده جګړه کوله او مراټیانو خپل پوځونه تقویه کول. ان تر دې پورې چې په ۱۷۵۵ م کې تر ډهلي ورسېدل او مغل پاچا یې کمزوری کړ. تر ۱۷۶۰ پورې مراټیانو د هند او اوسني پاکستان زیاتې برخې د ځان کړې وې. د دوی مشر رگوناتھ مغول ته ماتې ورکړه او ډهلی یې خپل کړ. پر لاهور یې حمله وکړه او تر اټکه را ورسېدل. دوی د لال کیلي «لال کلا» د سرو زرو چټ را واچاوه او سیکې یې ترې سازې کړې. اعلان یې پسې وکړ چې د ډهلي په شاهي مسجد کې دې د «رام مورتي» یا مجسمه کېښوده شي چې دا د مسلمانانو د تشویش وړ وګرځېده. مسلمان پاچا نجیب‌الدوله ټول حال احمدشاه ابدالي ته واستاوه او پر هندوستان یې د حملې بلنه ورکړه. د مراټیانو مقبوضه علاقې د احمدشاه ابدالي ملکیت وې، خو دا چې د هغه زوی تیمور شاه چې له مراټیانو افغانستان ته تښتېدلی و، احمدشاه بېرته په څلورم ځل پر «برصغیر» حمله وکړه. د ۱۷۶۱ کال د جنوري په ۱۶ د پاني‌پت په میدان کې اوضاع تغيیر شوه. جنګ د سهار له لمر ختو سره پیل او تر ماښامه پورې روهیله سپاهیانو د بهادرۍ داستان جوړ کړ. ابدالي پوځ پر مراټیانو وغوړېد او د هغوی ټول جنګي مهارتونه یې ور ناکام کړل. تر یو نیم لک زیات کسان ووژل شول چې زیاتره یې مراټیان وو. ویل کېږي چې د مراټیانو په ماته کې ان ښځو هم منډې پسې وهلې. مراټیان تر دې وروسته هیڅکله راپورته نه‌شول. احمدشاه ابدالي ډهلي ته په رسېدو شهزاده علي‌ګوهر پر تخت کښېناوه او دوې میاشتې وروسته بېرته را روان شو…»

خو د هنديانو له خوا په لیکلو مقالو او پاڼو کې بیا علت او توجه داسې ده؛
«د پاني پت په درېیم جنګ کې چې د ۱۷۶۱ کال د جنوري پر ۱۴۴مه د دو جنګیالیو احمدشاه ابدالي او مغل شهنشاه شاه له مراټیانو سره مخ شول. په دې جګړه کې ځنګلي او صلیبی جنګیالي افغان ابدالي مراټیانو ته سخته ماتې ورکړه. د پاني‌‌پت جنګ دوه بنسټي علتونه او پایله درلوده.
لومړۍ، ابدالي هم لکه نادرشاه غوښتل چې بهارت/هندوستان ولوټي.
دویم، مراټیانو په جذبې سره غوښتل چې هر رنګه وي ډهلی په خپل واک کې واخلي.

د مراټه قوم مشر بالاجي د زوی وېشواس‌راو مړینه په جګړه کې د اوضاع بدلېدو ټکی و او د دې لامل هم شو چې جګړه د ابدالي په ګټه تمامه شي.»

د درې واړه تاریخي لیدلوريو چې ښایي نورې نظریې به هم پکې وي، ډېر امکان دی چې موضوع یې تر جنجاله ورسېږي. کابو شل کاله مخکې هم هند د شاه ابدالي او پاني‌پت په نامه سریل جوړ کړی چې خورا یو طرفه قضاوت او تورونه پکې لګېدلي دي. پخوانیو تجربو ته په کتو باوري خبره ده چې د احمد شاه ابدالي اړخ ته به منفي او د مراټیانو جنګ ته به د مثبتې جنبې هڅه کېږي، لکه په نورو هغو کې چې شوې ده.

افغانستان او په تېره بيا د اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د غلجي په اړه هم حد اقل د یو نظر ورکولو په اړه اعلامیه یا د خبرو اترو هڅه کړې وای.
خو چېرې ده دا اداره، اوس چې د احمدشاه بابا د تاریخ پاڼې په تصویري ډول د بدرنګه او لکه کېدو هڅې کېږي، د غږ پورته کولو وخت دی.
که نه وروسته به مو یو له هند سره د احساساتو ژوبلېدو زیان کړی وي او هم به نړیوالو ته یو مسخه شوی تاریخ په منل شوي انداز وړاندې شوی وي، هلته به نو اوبه لا له ورخه تېرې وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply