پدماوتي اوس په شرطو خپرېږي

0 691

د هند د سېنما په تاریخ کې پدوماتي تر ټولو جنجالي فلم دی، هسې د بسوګۍ د واده نوم بد دی، دې فلم تر هغه زیات د خلکو زړونه اوبه کړل.

که څه هم د هندي سخت دریځو له‌خوا د لیلا بهنسالي او دپيکا پاډوکان پر وړاندې خطرونه هماغسې پاتې دي، مګر تازه د هندي فلمونو د خپرواي کمېټې ویلي، دې فلم ته به په مشروط ډول د خپرېدو اجازه ورکړي.

د ارزونې کمېټې ویلي، لومړی دې د فلم نوم بدل شي او په دویم قدم کې باید ۲۶ صحنې ترې ووایستل شي او له هغه وروسته دې نندارې ته وړاندې شي.

تر اوسه فلم جوړوونکي لیلا بهنسالي په دې اړه څه نه دي ویلي، خو ښکاري چې هغه له دې نظر سره هوکړه وکړي، ځکه پر دې فلم یې میلیونونه ډالر لګښت راغلی، خو یوه هندي روپۍ یې هم ترې تر اوسه نه ده په لاس راوړې.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply