پدماوتي تر سانسور ووت، خو د سخت دريځو خوښ نه‌شو

0 517

د لیلا بهنسالي د پدوماتي فلم د خپرېدو اجازه تر لاسه کړه، خو لا هم د بسوګۍ واده و نه شو.
په داسې حال کې د چې د سانسور بورډ له لوري د دې فلم د خپرېدو اجازه لیک ورکړل شوی، مګر لا هم هغه خطرونه او ګواښونه پر ځای پاتې دي چې له مخې یې شاید دا فلم نندارې ته وړاندې نه شي.

هندي سخت دریځو بیا هم ګواښ کړی، که دا فلم نندارې ته وړاندې شي، سېنماګانو ته به اور واچوي.

د فلم جوړوونکي او سانسور بورډ ترمنځ د هوکړې له مخې د فلم په پنځو مهمو ځایونو کې بدلونونه راغلل، مګر بیا یې هم راجپوتانو ته قناعت ور نه شوای کړای.

هندي سخت دریځو فلم ته له اجازې ورکولو وروسته بېړنۍ غونډه وکړه او ګواښ یې وکړ، که پدوماتي نندارې ته وړاندې شي او وروسته هر ډول مالي او ځاني زیان پېښ شو، ملامتي به د حکومت پر غاړه وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply