ایشواریا بل ریکارډ جوړ کړ

0 729

د امیتاب د کورنۍ نږور خدای په ښه قسمت نازولې، یوه یې ښکلې پیدا کړه او بله یې بیا په داسې کورنۍ کې ناوې کړه چې ټول هند خو لا څه کړې، په ټوله نړۍ کې ورته ډېر خلک د احترام سر ټيټوي.

تازه ایشواریا ته د هندوستان په کچه د لومړۍ مېرمنې ایوارډ ورکړل شوی دی.
دا ایوارډ هغو مېرمنو ته ورکول کېږي چې د ښځو د پرمختګ، سوکالي او همدا ډول د خپلو خلاقو هلو ځلو په پایله کې یو ځای ته رسېدلې وي.

دا ایوارډ په هندوستان کې ۱۱۲ ښځو ته ورکړل شوی چې یوه یې هم ایشواریا رای بچن شوه.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply