مات شوی پاکستان دی/ عزت الله ځواب

0 348

د افغانانو پوره شوی نن ارمان دی!
مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې

حميد حسن لکه زمری دی!
ستر پهلوان حضرت ځاځی دی!
راشد نړۍ کې مېړنی دی!
محمد نبي؛ خو اوس د هر سړي جانان دی!
مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې

له حشمت جان نه به لوګی شم!
له رحمت شاه به سپېلنی شم!
او ګلبدين ته به موسکی شم!
افتاب عالم سره روان دولت ځدران دی!
مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې

مجيب زما د سترګو تور شو!
نجيب د ډېرو زړو ټکور شو!
محمد شهزاد د خلکو ورور شو!
سميع شينواري خوځولی ټول ميدان دی!
مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې

اصغر افغانه خوشالېږه!
اتڼ کوه په کې تاوېږه!
خپلو ملګرو نه ځارېږه!
عزت الله ځواب له ټولو نه قربان دی!
مات شوی پاکستان دی- په لوبه د کرکټ کې

Leave A Reply