غزل/ زبیح الله احساس

0 269

رخه مې ځکه تر سمبله راځي
بوی يې نن بيا څې له کاکله راځي

هو څراغ مړ کړه، خو سمبال يې کېده
دا شپه شوه تېره پسې بله راځي

غږ پسې نه کومه، څه یې کوم
که زه یې خوښ یمه پخپله راځي

ازغي، ازغي دي، ازغي څه کومه
که مې ګيله راځي له ګله راځي

ته راته کرکه زه له مينې وايم
زما و ستا جوړه نو کله راځي

د اسد ۲۶مه، ۱۳۹۸لمريز- بلخ

Leave A Reply