غزل

بصیر بیدار ستوری

0 252

بیا په وېښه څه نا اشنا خوبونه وینم
ریشتیا وایم په ریشتیا خوبونه وینم

پوره نه شو یو ارمان د زندګۍ مې
بې تعبیره بې مانا خوبونه وینم

هم هغې راسره داسې جفا وکړه
زه چې ټوله شپه د چا خوبونه وینم

که د بخت ستورو اسمان کې غیږي ورکړي
بیا به تاسره دا ستا خوبونه وینم

څومره ښه انځورګري مې ورته وکړه
د فطرت چې د ښکلا خوبونه وینم

ماته خوب له وېري نه را ځي بیدار یم
د بلا او اژدها خوبونه وینم

Leave A Reply