د فارسي مصرو ژباړه پښتو ته

سید عبیدالله نادر

218

د ځینو فارسی ښکلو بیتونو په عین مطلب او امانت داری  سره په پښتو ژباړه

څرنګه چې  ځیني فارسی ښکلي او ما نا داره شعرونه او نثرونه، په ډیرو ادب دوستانو باندی مثبتی اغیزی کوي ، او د ادب مینه وال دې ته اړ کوي ، چې په اصطلاح یاره که داسي بیت او په شکلي اندازکې په پښتو هم وي دا به ډیره ښه وي ،نو بیا داسي خلک دې ته اړ کیږي ، چې یو څه نا څه خپله طبع آزمایي د فارسی شعر په ژباړه کې په پښتو وکړي ،دا هم یو فن ګرځیدلی ، خو باید زیار وایستل شي چې آ د فارسی قوت هم په کې وساتل شي ، قدرمن مرحوم جنرال سید حسن خان چې د وخت یو نظامی ، ادبی، سیاسی او فلسفی شخصیت وو ،د حضرت سعدی علیه الرحمه دا فارسی شعر یې ډیر ښکلی ژباړلی اګرکه مرحوم ډیر داسي فارسی شعرونه ژباړلي وو ، او خپل اشعار یې هم تر یو دیوانه پوري رسیده خو بس د مرحوم له وژلونه وروسته په زندان کې ، د ده ټول اشعار او لیکنې له مینځه وړل شوي ، چې فقط د دې څو شعره چې د ۱۳۱۷ په کالنۍ کې چاپ شوي وو،او یو څه چې خلکو سره په ذهن کې وو، هغه پاتي چې د فارسی شعر ژباړه یې په همدې یو شعر کې د ده قوت په ژباړه کې او مینه یې د فارسی ادب سره، ښه ښکاره کوي :

بنــی آدم اعضــــای یکد یګـــــرند

که در آفرینش، زیک ګــــــوهرند

چو عضوی به درد آورد روزګار

دګر عضـــــو ها را نمــــاند قرار

تو کـز محــــــنتِ دیګران، بیغمی

نشــــــــاید که نامت نهـــند آدمی

مرحوم سید حسن(حسن) داسی ژباړلي:

 

بنی آدم واړه ، د یو وجــــــود اعضا دي

پیدایش کې یو جوهر ځـــــــیني پیدا دي

زمانه که یو اندام ترې ناقرار کــــــړي

آرامی د درست وجود ځیني فرار کړي

چې غمجن نشي په غم د درســـت عالم

نښایږي چې یې نـــوم شي ، بنـــــــیادم

مرحوم د ډیر امانت دارۍ په پام کې نیولو سره ډیر ښکلی ژباړلی

څرنګه چې د فارسي ځینو بیتونو او څلوریځو سره زما هم ډیره مینه وه ، نو زما هم د ژباړی په هکله کله نا کله په دې اړوند طبعه آزمایي کړې ده ،

 

د حضرت حافظ دا لاندنۍ بیت  خو دا بیت می ډیرخوښ وو، په ډیر ځوانۍ کې می اوریدلی ،وو، په هغه مهال نه پوهیدم چې دا د حضرت حافظ دی ،نو افسوس راته ښکاریده، چې کاشکی داسي بیت په پشتو هم وي او وای، دا باید د پامه و نه باسو چې ژباړه هم د شعر او ادب په فن کې راتلای شي ،ډیر ځله ښه شعرونه او ښه تصور او خیال په شعر کې ، په انسان ډیر ښه او لوړ اثر لري ،

بنشین به لبِ جویِ و، ګذر عمر ببین

کین اشارت ما را ، زجهانِ ګذران بس

حافظ

زما بیت دی چې

د ویالي تر غاړه ، وګوره ، د عمر ګذر

خاوندانو ته دفهم،همدومره اشارت بس

بل ځای د ایران د مشهور شاعر(رهی معیری) یو بیت دی چې وایي :

موی سفید را فلکم رایګان نداد

این رشته را ، به نقد جوانی خریده ام

او بیا ما په پشتو داسي اړولي

د ځواني په نقد حاصل شول ، سپین ویښتان

نه بخښلی ، په وړیا راته زمـــــــــــــــــا ن

 

بیا د قدسی مشهدی یو بیت دی چې وایي :

اګر از دیدهُ کوته نظران افتادیم

نیست غم، صحبتِ صاحب نظری مارا بس

 

یو نظر د صـــــــــــــــــاحبدل ، راته کیمیا ده

بی هنرو نه که هیر شـــــم ، پروا نـــــــــــشته

د دي بیت ژباړه

اګر بینی ، که نا بینا و چاه است

اګر خاموش بنشینی ، ګناه است

ما په پښتو ژباړلی

د فارسی د شعر څخه ژباړه

که ووینې ، چی د ړانده مخی ته څاه ده

درته چپ پاتي کیـدل ، ســــــتره ګناه ده

د حضرت بیدل یو بیت ژباړه می داسي کړی.

به پیری هم نفهمیدیم ، افسوس

که دنیا بازی یی ، طفلانهُ کیست

ما ژباړلی

د ماشوم په څیر پیرۍ کې هم پوه نشو

چې دا چاري د دنیا لوبي د چا دي

بیا یو بل بیت دی په فارسي کې چې :

صورتګری که آن قدو قامت کشیده است

بر کلکش آفرین ، چه قیامت کشیده است

ما داسي دی ژاړلی

صورتګر چې په اعچاز دا ستا قامت یې دی ایستلی

پرګوتو یې آفرین شه ، قیامت یې دی ایستلی

 

همت ِ عالي ندارد تکیه بر بازوی کس

آسمان بااین بزرګی ، بیستون ایستاده است

ما بیا داسي ژباړلی

 

لکه پراخـــه آســــــــمان، بی ستنو دی ولاړ

تکیه نه دی په هیڅ شی ، دا عالی همت زما

 د دي لاندنی شعر د حضرت سعدی علیه الرحمه

 د دي بیت ژباړه ده

برګ درختان سبز پیش خداوند هوش

هر ورقی دفتریست ، معرفت کردګار

ما په څلوریځه کې لږ په شرحه راوستلي ده ، که ټکي په ټکي نه ده خو فقط دا فلسفه می په کې راوستی ده ،او اضافه د دیرش مجلو او اخبارو نه زیاتو کې خپره شوي ،چې خینو کې همدا شعر چاپ شوي ، او په ځینو کې په ادبی مطالبو کې ترې د مثال په توګه کار اخیستل شوي ، چې د ښه والي تضمین او فصاحت او بلاغت د کلام له پاره ترې کار اخیستل شوی ،  ،

 

هر ورقي د ګلشن کې ستـــا حکمت دی

د بلـــــبلو په ثنــــا کې ستا صفت ، دی

په نظر د عبرت بین ، په دي چمن کې

هره پــاڼه یي دیوان ، د معـــــرفت دی

 

د علامه اقبال لاهوری د فارسی یوه څلوریځي په پشتو ژباړه

یوه شپه وریځــــــي د بهــار شــوي ،پـــه ژړا

چي ژوندون ټولـــه پر لـــه پسي دي ، ژړیدل

یو نــا څــاپه ، تندر و پرکـــــــــیده وی، ویيل

چي خطا شوی ، ژوند یوه خوله دي ، خندیدل

 د علامه اقبال فارسی شعر داسي دی چې وایي :

شبی زار نالید ، ابرِ بهار

که این زندګی ګریهُ پیهم است

درخشید و برق سبک سیر ګفت

خطا کرده ای خنده ای یک دم است

 

 

د خیام د یوه شعر فلسفه په پشتو شعر کې

 

چیری به وي ، چي اندیشنو بارونه وکــــــاږم که نه

په سست بنیاد ، د دي فانی ژوند باندی وژاړم که نه

ساقي ډکه پیمــانه کړه ، چي معلومه مي ، نور نه ده

دغــه دم چــــي سا راکــاږم ، بیا به یی وباسم که نه

 

د خیام فارسی شعر دی چې وایي:

تاکی غم آن خورم که دارم یانه

وین عمر به خوشدلی، ګذارم یانه

پر کن قدحِ باده که معلومم نیست

کاین دَم که فرو برَم برآرم یانه

چې د ژوند لمحي او شیبی دومره نازکی په تصویر کې وباسي ، چې ډیر استادۍ او مهارت سره دا تصور د هر چا مخ ته درولی ، چې آیا ممکنه ده ، دغه سا چې زه سینی ته راکاږم آیا دومره فرصت به وي چې، دا راوکاږم د فنا یې ډیر ښکلی تصویر ایستلی.د همدې شعر تر څنګه حضرت بیدل یو بیت دی په فارسی چې ده هم شهکار کړی ، او حیرانونکی مثال یې د ژوند د نازکو لمحو د پاره ورکړی ، او وایي :

یک قدم راهست بیدل از تو تا دامان خاک

بر سرِ مژګان چو اشک ایستاده ای هوشیار باش

بیا ما که په اصطلاح (هو به هو) نه دي ژباړلی خو همدا فلسفه می په یوه څلوریځه کې داسي راوړي،

آ تر څو به په غرور کې یې لویدلی

په نشو کې د قدرت یې لوبیدلی

خبر اوسه چې تر ګوره مزل لنډ دی

لکه اوښکه په بڼو یې دریدلی

بیا د حضرت اقبال یو شعر څرنګه چې می د مخه ویلي په اصطلاح که ټکي په ټکي نه وي ، خو همدا فلسفه می په کې ځای کړی ، لکه څرنګه چې د حضرت اقبال په شعر کې ده،

نه افغــــــانیم و نی ترک و تـتاریم

چمن زادیم و ، از یک شاخساریم

تمیزِ رنګ و بو بر ما حرام است

که ما پروردهُ، یک نــو بهــــاریم

 

 

دلتـــــــه هر یو ، روح او تن د دي وطــــن دی

که تاجک دی ، که ازبک دی ، که تر کمن دی

روزل شــــــوی ، همــــه واړه ، یو چمــن کې

دا ملـــــــــــت په حقــــیقت کې ،  یو بــدن دی

بیا هم د حضرت بیدل علیه الرحمه د طلسمی اشعار څخه  د یو بیت چې په ما یې څرنګه چې ،پر ما یې هم اثر درلود داسي می ژباړلی:

نسخهُ صد چمن زدیم بهم

نیست رنګِ که یار را ماند

ما داسي ژباړلی

چې  ، نســــخي د هر چمن می کړلي بیرته

پیدا نه شو داسی رنګ ، چې وي لکه د يار

 

 

د فارسی دا لاندنی شعر چې د علم او معرفت د لارویانو او خاوندانو له خوا تل ورد زبان دی چې شاعر یې راته معلوم نه دی او هغه دا دی:

چو شمع از پی علم باید ګداخت

که بی علم نتوان ، خدا را شناخت

ژباړه

ځان وییلي په معرفت کړه سر تر پایه

چې په علم باندی رسې ، تر خپل خدایه

دحضرت بیدل علیه الرحمه دا یو بیت چې د اویایمۍ لسیزی د اسلامی حکوت په خپل مینځي جنګونو پر مهال چې هیڅ خوا، یا لوري مصلحت نه مانه او پر له پسي به یې د کابل پر خلکو او ښاریانو راکټونه وارول ، یو دوست راته دا بیت وویلي چې ډیر یې د موقع آفرینۍ نه هم کار واخیست دا بیت می ډیر خوښ شو ،چې د نن ورځی سره د هغه وخت په پرتله ډیر زیات اړخ لګوي ، او داسي مي وژباړه

بیت د حضرت بیدل دی

وضــــع دنیا هیچ ،بر دیوانه تأثیری نــــکرد

بیشتر این برقِ عبرت،خرمن فرزانه سوخت

ژباړه په پښتو

د عــالــــــــم پریشــانۍ ، په لیــونو اثر و نه کړ

دغه اور دی، چې لــګیږي ، په درمن د دردمنو

 

Comments are closed.